په هالنډ کي مېشتو د #BNM یا دبلوڅانو ملي غورځنګ په تربت کي د پاکستاني قواوو #FC لخوا د حيات_بلوچ پر بېرحمانه قتل احتجاجي لاریون وکړ.
25 کلن #حیات_بلوچ، چې په کراچۍ پوهنتون کې د ساینس فارغ التحصیل و، د پاکستان پوځ (FC) لخوا د خپل مور پلار ورور او خور په…
Posted by Larawbar.com لراوبر on Sunday, August 23, 2020
لاریون کوونکو د پاکستان دولت د بلوڅو او پښتنو په نسل وژنه تورن کړ او له ملګرو ملتونو او دنړۍ له قدرتمنو هیوادونو یې وغوښته چي له پاکستانه په دې اړه پوښتني وکړي او د اقتصادي بندیزونو په لګولو پر بلوڅو، پښتنو او نورو لږکیو د روانو بشري جنایتونو مخه ونیسي.
د #BNM یو مشر غړي عبدالغني صاحب د لراوبر سره په خبرو د پاکستان د ریاست او پوځ دا جنایت په سختو الفاظو رد کړ او دا یې د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او بشري جنایت وباله.
د #BNM ددې تنظیم د هالنډ مسول کيیا بلوڅ له هالنډ، اروپايي اتحادیې او له ملګرو ملتونو وغوښته چي د پاکستان دولت د جنایتونو پر وړاندي خپله چوپتیا ماته کړي او د ظلمونو په مخنیوي کي خپل بشردوستانه رول ادا کړي.
د لاریون یوه برخه واله ډاکټره حوریه عالم وه، نوموړي د پښتنو او بلوڅو پیوستون ضروري وګڼئ او ددې پر ارزښت وږغېدله، چي پیغام به یې په ویډیوي بڼه وروسته له لراوبره خپور سي.
دا لاریون چي د هالنډ پلازمېنه امسټردام په موزیم سکوائیر کي جوړ سوی و، د بلوڅانو ترڅنګ ځینو هالنډمېشتو پښتنؤ او د پي ټي ایم ملاتړؤ هم برخه اخیستې وه.