کور / ترخې خبري / ولې پښتنې سيمې بمبار كيږي

ولې پښتنې سيمې بمبار كيږي



 افغانستان دنړۍ په تاریخ کې دنورو هیوادونو له کړکیچ او تاریخ سره ډیر توپیر لری په دې مانا چې ددغه هیواد دتاریخ ډیرې پاڼې جګړو او مقاومتونو ډکې کړي دي او دنړۍ هر امپراتور چې دنړۍ د غړپ کولو فکر خپلو مغزو ته ننویستی نو دنړۍ په نقشه کې افغانستان یوازینۍ سیمه وه چې دغه فکر  یې له مغزو سره یو ځای له ککرې وتلی .
به دې اړه دتاریخ څیړنه ډېرو اوږدو بحثونو ته اړتیا لري په دې مقاله کې یوازې په دې بحث کوو چې ولې په پښتنو سیمو کې خپلسرو بمباریو ته ډېره مخه اړول شوی ده .
د نړېوالو زبرځواکونو په کتار کې انګلیس وروستنی ځواک وو چې په دی هیواد یې دتسلط په موخه څو څو وارې یرغلونه وکړل او په هر وار یې د ماتې له بې شرمه پیغام پرته نور څه له ځانه سره یونه وړل . انګلیس پوه شوچې څه باید وکړی لومړۍ یې دافغانستان دلویدیزې کرښې په ټاکلو لاس پورې کړ او ډیرې سیمې یې له افغانستان څخه جلا کړې خو بیا هم بریالی نه شو، نو دویمه ستراتیژي یې دا پلې کړه چې پښتانه یې په درې برخو ووېشل په سرحد ایالت چې این ډبلیو ایف فی او دویمه برخه یې په بلوچستان او درېمه برخه یې په افغانستان کې پاتې شول .
دپورتني ویش وروسته دا ثابته شوه چې ترویش دمخه دپښتنو او افغانانو تاریخ ډیر پیاوړی او له ویاړونو ډک وو او تر ویش وروسته افغانستان د یو ګونګ برخلیک او ړانده تاریخ په لور مخه کړه او انګلیس به خپله دریمه ستراتیژۍ کې چې دډیورنډ لاین په نامه پلي شوه بریالی شو او په سیمه کې یې سیاسي نفوذ ته لاره هواره کړه .
انګلیس په دې پوهیده تر څوپه  افغانستان کې د پښتنو یوموټی ځواک شتون ولری نو بریالیتوب دانګلیس په برخه نشته .
هماغه وو چې دیو داسې تړون یا قرارداد له مخې یې پښتانه په درې برخو وویشل چې نه یې حقوقی ارزښت درلود او نه هم دفطرت سره برابر وو .
اوسمها ل چې دنړۍ دیو موټي کیدو یا ګلوبلازیشن نړېوال تفکر مخ په وده روان دی نو دانګلیس هغه ټولو تر سره کړېو پریکړو خپل ارزښت له لاسه ورکړی ،او دا ډار له انګلیس او دهغه د دپنځول شویو واکمنیوسره پیدا شوی چې دنړۍ داتل پښتون قوم یووالی به بیا هغوۍ دواک له ګدۍ را پریباسی نو دترهګرۍ تخم یې دپاکستاني بزګرانوپه  لاسونو دافغانستان په پاکه خاوره کې وکرلو او دعربي نړۍ دمالی ملاتړ کود یې ورکړ او په ډیر لږ وخت کې دغه تخم داسامه او ملا عمر په څیر تیغونه راوټوکول او دنړېوال شهرت په ترلاسه کولو سره یې دنړۍ مخ افغانستان ته راستون کړ .


دا مهال افغانستان داسلام په کوتکونو دومره ټکول شوی وو چې په خپلو پښو داودرېدو توان یې نه درلود اوپه اصطلاح داسلام به کوتکونو دافغانستان ملا ماته او دیهودو او اسرایلو لاسپوڅو ته یې په لوی لاس وسپارلو.
نړیوال کتار د ترهګرۍ ډول ته له ګډا سره دپښتنو دنسل وژنې سندره زمزمه کړه او په ټولو هغو سیمو یې د ترهګرۍ څادر وغوړاوه چې پکې پښتانه میشت دی .
دترهګرۍ له پاره دنړیوال تعریف پرځای ږیره لونګۍ او دافغانستان ملی لباس دترهګرۍ نښه وګڼل شو، چې ددې معیار له مخې یې بمباریو او عملیاتو ته په پښتنو سیمو کې لاس وغځاوه او په زرګونو ماشومان ،لویان ،سپین ږیری او تورسرې، واده او جنازه اوجرګې تربریدونو لاندې راغلی او دا حالت روان دی .
بل پلو په هغو فارسي ژبو ولایتونو کې چې دترهګرو په نامه عملیات تر سره شوی نو یوازې هغه سیمی ور په ګوته شوي چې پښتانه پکې اوسي او میشت دي، دا په دې مانا چې جګړه باید هرات ته ننوزی خو په شینډنډ کې باید پاتې شي چې هلته پښتانه دي، جګړه باید کندز ته ننوزي خو په ارچي کې پاتې شی ،ولی چې هلته پښتانه دي او همداراز جګړه باید کاپیسا ته ننوزي خو په تګاب کې باید پاتې شي او په کابل کې عملیات باید په سروبی او اوزبین کې تر سره شی .
د بهرنیو ځواکونو دې ډول عملیاتو دا مسله له شکه ویستلې ده چې ګواکی لوبه دپښتنو پر ضد روانه ده نه دترهګرۍ دمخنیوي په موخه ځکه که دترهګرۍ سره جګړه مطرح وای نو بیخ یې اسلام اباد او کشمیر دی چې ورکې ترهګر روزل کیږی او دجګړې پالیسۍ پکی جوړیږی،برعکس پاکستان ته پورونه بښل کیږی اوپوځی مرستې او وسایل ورکول کیږی اوسمهال رسنیو داخبری له پردو نه راویستلی او مسله بربنډه شوی ده که ددې مسلې مخنیوي ته افغان دولت او بهرني ځواکونه پام ونه کړی نو بویه چې افغانستان به دبدبختیو یو نوی پړاو ته ورننوزي او اغیز به یې په ټوله نړۍ او اسیا باندې پریوزي  .
له پښتنو پرته نور افغانستان میشت قومونه چې واحد افغانستان یې په اروا کې نشته دپښتنو سیمو دردونکی حالت او روان ناورین غوږونه کاڼه کړي او نارینه او ښځینه یې په مشروع او نامشروع لارو دپیسو او انګریزي ویاړونو په راټولولو بوخت دي  .
که چیرته پښتانه به خپلو کې یو موټی نشي او په خپلو مټو دنیکونو په څیر دغه ټاټوبی ونه ساتي نو مثلث سری وطنداران یې په کیسه کې نه دی او اوسمهال هغوی یوازې خپله پښه دانګریز ډول ته سمول غواړی که څه هم ورڅخه دمیړانې تمه سمه نه ده ځکه چې همدا پښه تر پرونه روسی ډول ته تاویده او نن چې ډول بدل شوی مګر پښه هماغه پرونۍ ده .
 زما به اند دپښتنو دبقا له پاره یوه لاره پاتې ده چې هغه هم په خپلو کې یو لاس کیدل دي  کنه نو فخر افغان خان عبدالغفار خان رښتیا ویلي وو چې لا به یو کیږو کنه ورکیږو او وروستنی ځل یې هم دغفار خان بابا په دغې وړې خو لويې کلیمې کې پروت دی .