له کلو کلو غلامه
اې بې وسه پښتون قامه
اې د ځان آزار ګټلې
مړ ضمير دې راژوندی کړه
ته غلام يې،ته غلام يې ازاد نه يې
ناخبر له ازادۍ يې
نابلد له خپلواکۍ يې
ته د چا ازادي لمانځې؟
ته د کوم بيرغ دعوه کړې؟
دا چې ته نن په پسې يې
زنده باد ورپسې وايې
په جناب جناب چې بولې
د يس سر په لفظو ستړې
ته خبر يې چې دا څوک دی؟
دا قاتل ستا د درست قام دی
دا دښمن دی زموږ د ټولو
جاسوسي به ورته دوی کړه
ستا نيکه يې پرې شهيد کړی
په بې رحمو پيرنګيانو
د يوې سرې بلا په خوله کې
د روسي دېبانو مخته
ستا د پلار غوښې دوی ورکړې
ستا اکا چې نن هم ورک دی
ګوره مړ وي که ژوندی وي؟
دا د تور لاهور وفا وه
دا چې ته نن يې بې کوره
جنتي کور دې هوار شو
درپدر يې، مهاجر يې
بله لار ورسره نه وه
ستا هيواد دوی کنډواله کړو
چې اباد اسلام اباد کړي
بيا د سپينې ماڼۍ ورا وه
سپيلني دوی ورته دود کړه
ښه راغلاست يې پنجاب وکړی
ستا هر کلی او هر کور يې
يؤ په يوي يې په بمبار کړو
ستا پتمن يې ټوله لوڅ کړو
پښتنې يې کړې سرتورې
په ډالۍ کې يې ټول ورکړو
بيا دا شل کلونه کيږي
ددې تور انګريز فتوې دي
څوک کافر کړي څوک مرتد کړي
څوک طالب څوک القاعده کړي
پښتونخوا او کابل دواړه
اوس بدل په هديرو شوه
ها ښايسته وزيرستان يې
په بارتو لولپه کړو
هر ساعت دې ځوانان وژني
هر ساعت بمونه چوي
ښه او بد له ټولو ورک دي
هره ورځ په دار ځړېږې
هره شپه تر چاړه لاندي
دا اوس ته څومره هېرجن يې؟
چې دا دومره جفاګانې
هیروې دلاهوريانو
د هغه سربېره بيا هم
ته د دوی ازادي لمانځې؟
ستا پر حال ژړا رواه ده
ستا پر ځای باندې چې زه سم
ځانوژنه کړم له شرمه
ذوالقرنين باچا