تېره ورځ د پنجابي ملېشو لخوا په چمن کې پرعامو افغانانو ډزې وسوې چي پکي د ماشومانو په ګډون درې کسان شهيدان او ۷ کسان ژوبل سوه.
ډزي پر داسي مهال سوي چي افغانانو غوښتل د ډيورنډ له کرښي واوړي. په ورته مهال د پنجابي ملېشو او افغان سرتېرو ترمنځ هم جګړه ونښته.
پنجابي ملېشو د عامو خلګو پر کورونو د توپونو ډزي کړي او ګڼو مکلي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
جګړه دا مهال درېدلې او د پاکستاني ملېشو تاسيسات ړنګ سوي دي.