اتلان یو د جنګونو
د ورانیو
د وژنو
د ټوپکو راکټونو
د درنو درنو توپونو
موږه ویاړ کړو پر وژنو
هم خپل وژنو
هم بل وژنو
پخپل ځان مو رحم نشته
ملبس یو پر بمونو
په ځانمرګو واسکټونو
آبادي ولو په سر سر
پروا نه کوو د پلونو
پلچکونو
سړکونو او کورونو
ورانول وژل مو کار دی
له مکتب ځینې بیزار یو
له ادب ځینې بیزار یو
د ښوونې مخه نیسو
له هدف ځینې بیزار یو
له رنګینو کتابونو
له صدف ځینې بیزار یو
سوزو یې ښه بیدرغه
په سپیرو ولایتونو
د پترولو سرې لمبې یو
قهرمان یو د اورونو
دغه ځمکه باید مړه شي
دغه خلک باید نه وي
نظافت زموږ غلیم دی
پرمختګ دې باید نه وي
آبادي مو بده ایشي
له خوښیو څخه تښتو
د لوی دین تر نامه لاندې
په جاسوسو فتواګانو
موږ طاعون د ولسونو
غواړو دا پښتون په غم وي
په ژړا او په ماتم وي
بس دا یو کمال را زده دی
موږ ظلمت د ولسونو
موږ وژونکي ښاماران یو
موږه خپل هیواد تباه کړ
موږ د بل په اشاره ځو
د غمونو قاصدان یو
واوره ای راتلونکیه نسله
چې په کومه لاره خوځی؟
چې په کوم نامه مو بولی؟
خوښه ستاسو
خوښه ستاسو
رښتیانی تصویر خو دا دی
موږه داسې لیوني یو
موږه داسې لیوني یو