کور / شعر / شاعر نه یم

شاعر نه یم

 

چیرته زه چیرته مقا م د شاعری
صرف غرض می دی خدمت دپښتنو

شاعرنه یم نه  په شعرزه پوهیږم
غواړم ياد کړم بد حا لت د پښتنو

کریکی دپښتون لاس کی قلم راکړ
خو د به لیکم مظلو میت د پښتنو

بچی دپښتنوپه شاړوباندی کرځی
سوځی هره مینه دا سا عت دپښتنو

ځنځیر د غلا می په غاړه نه منی
خبر دی هر سړ ی په همت دپښتنو

که سل ځله اتفا ق وکړی د ښمن
کله ورک کو ای شی صفت دپښتنو