کور / تازه خبرونه / شمالي کوريا بيرته اټومي کيږي

شمالي کوريا بيرته اټومي کيږي

 


شمالي کوريا اعلان وکړ ، په دې خاطر چي واشنګټن په خپلو وعدو وفا ونکړه ، په پام کي لري خپل اټومي فعالیتونه بیرته د سره را شروع کړي .  


د آسوشيېټدپرس خبري آژانس خبر ورکوي چي د کوريا د بهرنيو چارو وزارت پرون سې شنبه وويل، چي هيواد يې ځکه داسي پرېکړه وکړه چي واشنګټن په دې وعده کي پاتي راغلی ،  شمالي کوريا دي د هغه هېوادو د ليسته  ایسته کړی چي ويل کيږي د ټروريزم ملاتړ کوي .  


د کوريا د بهرنيو چارو وزارت په خپله بيانيه کي اعلان کړی دئ ،چي د اټومي همکاريو بندول يې د اګست د ۱۴ مي نېټې نه شروع کړي  او دغه پرېکړه ئې، په خبرو اترو کي وښکېلو شپږ وهيوادو( جنوبي کوريا، جاپان، آمريكا، روسيه او چين) ته ابلاغ کړېده .  


په ياده دي وي چي  شمالي کوريا تير کال موافقه کړېوه چي دانرژي او غذایی موادو د مرستو د ترلاسه کېدو په بدل کي به خپل اټومي فعاليتونه دروي