عاقل نکند کاری، که بار ارد پشیمانی!
وايي یو سړي خوب لېدلی وو چې بخت يي د سپینو زرو پهخزانه ورپېښ کړی وو، خو سړی شله وو چې نه، سپین زره نه اخلم بلکې سره زر غواړم. دې وخت کې ویښ شوی، ګوري چې نه سپین زر شته او نه سره زر. ځان سره يي ویلي چې همغه سپین زر مې پکار دي، خو وخت له وخته تېر وو!
په عبدالله عبدالله هم همغه ټوکه وشوه، ولسمشر غني ورته ویلي ول چې له بېځایه لجاجت او «نه منم» تېر شه، د سولې د شورا مشري ومنه او د ډلې«بانډ» غړو ته به دې هم حکومت کې پستونه ورکړم او په یوه حکومت کې به سره ګډ کار وکړو. خو عبدالله د ولسمشر اشرف غني دا افغاني او ملي وړاندیز ونه مانه او د هغه پرځای د امریکا بهرنیو چارو وزیر پمپیو ته د پیرزوینې او خیرات په تمه کښیناست!
کله چې د ټولټاکنو د پایلو، اساسي قانون او د ریاستي نظام د بدلون په اړه د عبدالله او پمپیو شریکه توطیه او سپینه کودتا ناکامه او د ولسمشرۍ لپاره د عبدالله ناحقه سوګند او موازي حکومت مسخره شول د عبدالله او د هغه د بانډ عقل سر ته راغی چې دا افغانستان دی، دلته نه د بهرنیو بې دلیله زور، نه تهدید او نه توطیه چلیږي او په پای کې به ټول لارې ته راځي!
اوس د عبدالله د بده بخته، د سولې د پلاوي مشرتوب هم معصوم ستانکزي ته ورکړل شوی او عبدالله سره بخت دلته هم یاري ونه کړه، سپین زر هم ونه شول! تېره ورځ مالي وزارت په لټ غالي، یانې سپیدار ماڼۍ بودیجه هم درولې او ویل کیږي چې عبدالله د خپلو ۸۰۰ مامورینو د تېرکال د کب میاشتي تنخوا نه ده ورکړی او مامورین ترې تنخوا غواړي.
د خندا وړ لا دا چې، عبدالله طلوع تلویزین سره خبرو کې ویليچې ګوندې حکومت سره يي د خبرو وړاندیز د دې لپاره وکړ چې د امریکا لخوا د یو میلیارډ ډالرو مرستې د کمښت مخه ونېول شي چې زیان يي ولس ته رسیږي. نوموړی زیاتوي« د امریکا متحده ایالاتو لخوا د یو میلیارډ ډالرو قطع کول د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي»
د ماليي وزارت لخوا په سپيدار ماڼۍ د پیسو بندښت، عبدالله اړ کړ چې د ټاکنو د پایلو نه منلو څخه خپلو راولاړو ستونزو ته بل رنګ ورکړي او هغه د امریکا له یو میلیارد مرستو سره وتړي چې تر اوسه يي لا د قطع کېدو په اړه څرګند لاسوند نشته او د شک په برید کې دي.
بله اندیښنه هم عبدالله ځوروي، هغه د مارچ د ۲۵ ورځې رسنیز کنفرانس کې ویلي« هېڅوک حق نلري چې له افغان ځواکونو په سیاسي مسایلو کې استفاده وکړي»
خو عبدالله د«هیڅوک» او دولت ترمنځ په توپیر ځان ناګاره او بېخبره اچوي. دولت «هیڅوک» نه دی، بلکې دولت دی. دا عبدالله دی چې د دولت په وړاندې «هیڅوک» دی. دولت حق لري چې د باغيانو، شوکمارو او لنډه غرو په وړاندې چې قانون نه مني، وسلوال ځواکونه وکاروي او دوی د قانون منګولو ته وسپاري.
عبدالله د یادو اندیښنو تر څنګ، دولت سره د خبرواترو ټګه برګه ژبه هم له پامه نه ده غورځولې.«عبدالله د هیواد له سیاسي شخصیتونو وغوښتل چې رامخکې شي او د ده او ولسمشر غني ترمنځ روانه لانجه حل کړي، تاند»
له عبدالله یوه پوښتنه: کل چې ټاکنې وشي او یو ټیم لکه دولت ساز ټیم ټاکنې وګټي، بیا د ګټونکي او بایلونکي ټیم ترمنځ په اصطلاح د څو مشرانو چې اکثرو يي ټاکنو کې برخه درلوده او ټاکنې يي بایللي، د روان بحران(چې تا، عبدالله) خپله زیږولی، څه مرسته کولای شي. ایا ستا دغه مشران د اساسي قانون خلاف دغه غوښتنه چې تا ته په واک کې ۶۰٪ برخه درکړي، پلې کولای شي؟ ایا تا ته د اساسي قانون خلاف د لومړي وزیر پست رامنځته کولی شي؟ ایا تا ته پارلماني او په پای کې فیډرالي نظام په پښو درولای شي؟
بله دا چې ولې، ټاکنې او د خلکو رایه په پای کې د څو سیاسي دلالانو او سوداګرو لاس ته ولویږي او د دغه درواغجنو مشرانو په لاس د هېواد برخلیک د نورو پنځو کلونو لپاره په اوبو لاهو شی؟
که عبدالله د خبرو اترو وړاندیز لري د څو سیاسي دلالانو پر ځایی دې خپله رامخکې شي. بلخوا خبرې خپل شرایط لري، یو څو یي دا دي:
ــ عبدالله سره باید هغه وخت خبرې وشي چې د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو پایلې ومني
ــ دا چې پخپلسر يي ځان ولسمشر او موازي حکومت اعلان کړی وو، په یوه ښکاره بیان کې هغه رد او له افغان ملت څخه بخښنه وغواړي
ــ اساسي قانون ته بیرته راستون او پلیتوب ته يي غاړه کښیږدي
ــ د پارلماني نظام له واهیاتو او د لوموړي وزیر له خوبونو تېر شي او د ولسمشر غني په مشرۍ مرکزي حکومت ته د شرطونو او فیصدیو پرته، د همکارۍ ژمنه ورکړي.
د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی