تر اوسه ټولې نړې کې د۶۰۰۰۰۰نه زیات خلک پرې مصاب شوي او تر ۲۷۰۰۰ زرو زیات خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړې، شروع یی د چین د وهان ښار د خوراکي ټوکو د یو مارکیټ نه وشوه او خپریدنه یی لا په چټکې سره په ټوله نړې کې روانه ده. چېن کې یی انتشار اوس ډېر کم شوې مګر نوره آسیا، اروپا او امریکا کې لا په شدت روانه ده. او ټوله نړې ته یی د حده زیات ځانې او مالي تاوانونه رسولي.
دا چې دا د کورونا د کورنې نوې مګر خشن او قوي وایرس څنګه انسسان ته راغې لا مکمل واضحه نده، ګمان کېږي چې لکه ددې کورنۍ د نورو وایرسونوغوندې د یو حیوان نه انسان ته راغلې وي.
دا ویرس ډېر په چټکې یو انسان نه بل ته ځې. او هر څوک مصابولای شي. غټ وړوکې، نر ښځه، هر رنګ د پوستکي یا هر مذهب چې ولرې کی ځان ونه ساتې نیسي به دې.
مثبته خبره داده چې د مصابیدو په صورت کې د مړینې خطر ډېر ټیټ ده نسبت د رغېدو چانس ته. تقریبآ ۸۰-۸۵ فیصده خلک ډېر آسانه دا ناروغې تیروي ۱۵-۲۰ فیصده خلکو کې له شدید نه تر ډېر شدید شکل پورې علایم ورکوي او د نړې په سطحه یی تر اوسه ۵٪ خلک په بد حالت کی روغتونونو ته رسولي او بیا ۱-۲ ٪ یی تر اوسه وژلي دي. خو دا د مړینې کچه زیات د ملک د وکړو صحي حالت ، په ناروغې د مصابیدو په چټګتیا او د ملک د صحي سیستم په قويوالي پورې اړه لري. که څومره ملک کې په لږ وخت کې ډیر خلک مصاب شي چې صحي کومکونو رسیدل ورته ګران شي او د ملک اقتصاد او صحي امکانات ضعیفه وي نود مړینې کچه جګیدلای شی. په وهان د چین کې او ایټالیا کې د مړینې کچه خورا اوچته ښودل شوې ده.
په اروپا کې تر اوسه نارینه ګان زیات مصاب شوي او مړه شوي نسبت د ښځو نه مګر کوم واضح علت یی ندې معلوم.
ماشومان، ځوانان او د ښه صحت خاوندان په آسانه ددې مرض نه رغېږي نسبت د هغو کسانو نه چې جګ سنونه لري، نورې مزمنې شدیدې ناروغې یا ډیره چاغی ولري.
دکورونا ناروغې نښې له عادي ریزش نه نیولې تر شدیده ستړ تیا، ټوخي ، تبی، ستونی درد، سر او یا ځان درد، ساه تنګي او ډیر شدید سینه اوبغل پورې فرق کوي، حتى ځینو خلکو کې اسهال، استفراق هم لیدل شوې. زیاتره خلک یا هیڅ مشکل نښیی او یا د ریزش (flu) او لږ ستوني او سردرد په رقم تېرېږي ځینې نور بیا ددې په خوا یا په ځای ټوخی ساتنګې تبه او سر او یا ځان درد لري. په بعضو بیا ډېر ژر شدید کېږي او د شدید سینه او بغل ( Pneumonia) علایم ښیی او حتى دومره ساه اخستل ورته ګران شي چې باید آکسیجن ورکړل شي او یا د ماشینونو په ضریعه تنفس ورکړل شي. نو ټولې هغه نښې دي چې پدې موسم کې هسې هم ډیرې لیدل کېږي هغه کېدای شي د کورونا نښې هم وي. نو له همدې کبله شاید تسټ کول یی هر مریض کې دومره ضروري نه وي تر څو چې مریضي ډېر شدید شکل ونه نیسي. فقط هر څوک باید ځانته متوجه شي او څوک چې دا نښې لري باید د نورو خلکو لیرې وګرځي. پدې چې دا ناروغې د ۸۰ نه تر ۸۵ فیصده واقعو کې بې د لوې مشکله خلک ښه کېږي نو ضرورت د ډاکټر ته تګ ته هم نوي. د ناروغې په وخت کې فقط باید دا ناروغان قرنطین شي په کور کې، که تر ښه کیدو پورې کور کې ماسک واغوندي چې نور منتن نکړي او د نورو نه کافي مصافه واخلي او ښه صحي خوراک او ډیرې اوبه یا چای وڅکې نو انشأالله چې د یو هفتې نه تر لسو ورځو کې به ښه شي، که علایم یی شدید شي لکه ساتنګې، سینه او بغل او یا ډیره کمزوري او ستړتیا پیدا کړي نو باید ډاکټر سره تماس ونیسي. خو تماس به اول تیلفوني وي او توصیی ته به غوږ نیسي. هر ملک کې دې ناروغانو ته خاص د معاینې او بسترولو مرکزونه باید جوړ شوي وي او ښه پاملرنه باید ورته وشي.
تداوي:
تر اوس ددې ناروغې دپاره کومه دوا نده تعین شوې چې ښه تاثیر به وکړي او نه یی واکسین پیدا شوې. یو اندازه درمل تر ریسرج لاندې دي او ځینو ډیرو شدیدو ناروغانو کې تست شوي خو نتیجه یی داسې نده چې اوس باید لا ناروغانو ته توصیه شي
د مخنیوي دپاره یی خو هیڅ درمل تر اوسه نشته او د خپل سر دوایانو خوړل کیدای شي خطر ولري اما ګټه نه.
خلک خپله څه کولای شي؟
وارخطا نشی پدی چې غټ ګروپ په آسانه یا لږ مراقبت سره ښه کېږي، وړوکې ګروپ کې خطرناکه شکل نیولای شي. عمده جهاد ددې ناروغي حصه کې ددی ناروغې د انتشار کمزورې کول دي څومره چی انتشار یی ورو شي هغومره د خطرونو چانس یی کمېږي.
انتشار یا لېږديدل یی څنګه کمولای شې: خلک باید د ورځې څو ځله لاسونه په سابون ومینځي، صحي خوراک وکړي، د ګڼی ګوڼې نه ځان لېرې وساتي ، د ریزش ټوخي او تبې په حالاتو کې دکور دننه پاته شي ،توخې په څنګل کې وکړي او یا د پوزي د کاغذ استعمال کړي،لاسونه مخته په آسانه مه وړې ، نورو خلکو ته هیڅ حالت کی هم ته لاس ورنه کړي ، که ډیر باندې تګ ته ضرورت نه وي نود کور د ننه پاته شې، لمونځونه کور کې وکړي، که باید باندې لاړ شي نو دنورو خلکو نه د ۱،۵ مترو په اندازه مسافه وساتي. د فکر او آرام د پاره عبادت او کور کې سالم مصروفیت باندې ځان مصروف کړي.
روغو خلکو ته د ماسک د اغوستلو ګټه نده ثابته شوې.
همدارنګه هیڅ وقایوي دوا یا ددې ناروغې دپاره خاص خوراک یا څښاک نشته چې خلکو کې د ناروغې د نشر مخنیوې وکړي، هو عمومي صورت سره صحې خواړه او څښاک د هرې ناروغې په ضد وجود ته قوت ورکوي .
ټولو ته دالله ج د دربار نه د ښه صحت غوښتنه کوم.