ليکنه: نديم عسکر
هغه کوم حالات وو چې پي ټي ايم يې پيدا کړ؟
دغه سوالونو ته د پښتون قومي سوال په پراخ تناظر کې کتل پکار دي.
پاکستان کې دننه د پښتنو ملتپاله سياسیت، په جعرافيايي يووالي د ژبي او کلتور د پرمختګ د پاره مناسب او ضروروي ګامونه، په شتمنيو خپل واک او سياسي واک او اختيار غوندي نکتو باندي راګرځي. دا نکتې څرګندوي چې په دا هيواد کې د پښتنو ژوند ژواک له څنګه ګواښونو سره مخامخ دی.
همدا معروضي حالات وو او دي چې د پښتنو دوه ملتپاله ګوندونو پکې وده وکړه او اولس کې يې ريښي پخې کړې.
بيا څه وشو چې د اولس لويه برخه له دغو دواړو ګوندونو څخه ليري شول، لا ليري کېږي او پي ټي ايم ته نيږدې کېږي؟
زما په نظر لاملونه يا وجوهات څه داسي دي:
بښتانه ځوانان له يوې خوا د رياست څخه پردي او ترټل شوي وو، له بلې خوا په روايتي ملتپاله ګوندونو کې د دوی د پاره هيڅ ځای پاته نه وو. ددوی غږ چا نه اورېدی، پي ټي ايم دوی ته سټېج په لاس ورکړی او دوی د ښه صلاحيت اظهار وکړ.
د آبادۍ لويه برخه د ځوانانو ده او دوی ښه تعليم يافته دي. په روايتي سياسي ګوندونو کې لېډرشپ آوټ ډيټډ او يا هم نيم خوانده دی. د دوی او ځوانانو ترمنځ د دوو نسلونو واټن دی. دوی ونه تواندېدل چې ځوانان پوه کړي او يا ددوی په غوښتنو ځان پوه کړي.
پي ټي ايم د لوړو زدکړو خاوندان او پوهان ځوانان را وړاندي کړل چې هغوی په اولس کې ښه نوم ګټلی وو.
دوی به د هيواد د رسنيو دناروا عمل کورېج نه ورکولو نعرې خو يې ډېري وهلې خو متبادل ذريعه ټولنيزي رسنۍ کارولو صلاحيت يې نه درلود. پي ټي ايم په ډېر ښه ډول ټولنيزي رسنۍ وکارولې او خپل غږ يې د نړۍ هر کونج ته ورسوی. دا صلاجيت ځوانان ځان ته جلب کړل.
پي ټي ايم په ډېر لږ وخت کې ښه لاس ته راوړني ولرلې، چې يوې خوا ته يې اولس په خپل زور او توان باوري کړ او بلي خوا ته يې روايتي ملتپاله ګوندونه شکي کړل چې څرګندونې يې موږ اورو.
منځنۍ پښتونخوا يا ټرائبل ايرياز کې څه بدلونونه داسي وشو چې منظر يې بدل کړو لکه ترهګري، د خلګو بې کوره کېدل، د نړيوالو مرستو خلګو ته هيڅ ګټه نه رسېدل، ټولنيزو رسنيو په واسطه له نړۍ او خپل قامي وګړو سره ټينګ تړون، په مېن سټريم سياست کې فعاله برخه. د فاټا مرچر او په پای کې ددوی خپل سياسي غورځنګ داسې فېکټرز دی چې پي ټي ايم يې برلاس ساتلی دی.
ددغه عواملو اثرات يواځي د منځنۍ پښتونخوا په پښتنو نه بلکې د پاکستان مېشتنو پر ټولو پښتنو يې اجتماعي نفسيات پرېوتل. دوی ته دا وېره ولوېده چې رياست هيڅ بې هيڅه دوی بې کوره کولای او وژلای شي او څوک به يې د پوښتني او لاس نيوی نه وي.
دغه وختونه دوی په خپل روايتي لېډرشپ بې باوره کړل او دوی د يو داسي سازمان يا غورځنګ کمي په بشپړه توګه محسوس کړه چې ددوی ژغورنه په نره ، په ډاګه او موقره توګه وکړي. او پي ټي ايم دا کمي په ښه توګه پوره کړه.
د پي ټي ايم مشرتابه د علاقايي او نړيوال صورتحال هم ښه ادراک کړی ځکه په خپل دريځ کې زيات وضاحت ، څرګندوالی او د مقاومت روحيه لري.
پي ټي ايم تراوسه د بېخي ډېرو ستونزو باوجود کلک پر ميدان ولاړ دی.
که همداسې ودرېږي نو په راتلونکي کې به نه يواځي پښتون ملتپاله سياست راژوندی شي، بلکې نور محکوم قامونه به هم خوځښت وکړي.