په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې ۱۹۳ ته رسېدلي دي، یواځې په سند ایالت کي دغه شمیره ۱۵۵ ته رسېدلې.
د سند صوبې د روغتيا محکمه وايي په دغه ايالت کي د کرونا وايرس د ناروغانو شمېره ۱۵۵ ته ورسېده.
يادي محکمې ويلي په لومړيو ۳۶ پېښو کي دوه ښه سوي او د ۳۴ درملنه روانه ده، ويل سوي په سکهر کې د ۲۳۴ زایرينو ټېسټونه سوي په ۱۱۹ کي د کرونا وايرس پخلی سوی او په ۱۱۵ پاک راغلي دي.
په صوبه کې کې د کرونا وايرس دا وخت ټولې پېښې ۱۵۵ دي.
په افغانستان کي هم د کرونا وايرس شمېره ۲۲ ته رسېدلې ده.
د امریکا جان هوپکېنز پوهنتون وايي دا وخت کرونا وايرس د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو ته رسېدلې، ۷۱۵۵ کسان يې مړه کړي دي.