مشرف ممنوعه الخروجه سو
دپاکستان دولت د دې هيواد پخوانۍ جمهور رئيس پرويز مشرف نه پرېږدي د پاکستان څخه ووزي .
د خبري رسنيوپه حواله مشرف چي د خپلي استعفا نه وروسته د پاکستان په يوه نامعلومه ځای کي اوسېده، پرون دوشنبه يې هڅه کړېو اسلام آباد ته نيژدې د جک شهزاد په سیمه کي و خپل کور ته لاړ سي ، خو امنيتي ځواکونو پرې نه ښود دا کار وکړي . امنيتي ځواکو و مشرف ته دا هم ويلي دي چي د جمهوري ریاست تر انتخاباتو او دقاضيانو د جنجال تر حلېدو پوري د هيواده څخه د وتلو حق نشي درلولای .
په همدې اړه امريکائي چارواکو په امريکاکي و پروز مشرف ته د سیاسي پناهنده ګۍ د ورکولو اوازې رد کړي دي .
همدارنګه په پاکستان کي سیاسي سرچينو د انتخاباتو وروسته د پرويز مشرف د محکمه کېدو خبر ورکړی دئ .