تېره ورځ د کابل سوداګرو سازمان او د مدني ټولنو د فعالانو لخوا د پښتون ژغورني غورځنګ دوو مخکښو مشرانو علي وزير او محسن داوړ ته په کابل کي يوه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کي د ملي مشرانو، مدني ټولني استازو او قومي مشرانو ترڅنګ ګڼو سوداګرو هم برخه درلودل.
دغه غونډه چي د کابل په سرينا هوټل کي جوړه سوې وه، د ډيورنډ کرښي دواړو لوريو ته پر موجوده ستونزو خبري وسوې او په سوداګريزه برخه کي د دواړو لوريو پر همکارۍ بحثونه وسول.
علي وزير غونډي ته په وينا کي وويل، چي د لراوبر دواړه پښتانه د يو ډول ستونزو څخه کړېږي او ددې ستونزو هواری هله کېدای سي چي دواړه يو موټي او يو واحد دريځ ولري.
همداراز محسن داوړ غونډي ته وينا واورول او په سوداګريزه برخه کي يې د پښتنو د ستونزو پر حللارو وږغېده.
ښاغلي داوړ کابل ته په خپل راتګ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چي دا يې خپل کور دی او هرکله ورته راتلای سي.
د کابل تاجرانو سازمان(چیمبر اف کامرس) او د مدني ټولنو د فعالانو څخه یوه نړۍ مننه کوم چې نن یې زمونږ په درنوي کې د کابل په سرینا هوټل کې د یوې لویې پرتمینې غونډې تابیا کړې وه
تل دې وي ودان افغانستان pic.twitter.com/gVO8QQvYP1— Mohsin Dawar (@mjdawar) March 10, 2020
محسن داوړ او علي وزير دوې ورځي وړاندي کابل ته د ولسمشر غني د لوړي مراسمو ته رابلل سوي وه، خو د پاکستاني رياست لخوا د اسلام اباد په هوايي ډګر کي راګرځول سوي وه، چي وروسته ناوخته اجازه ورکول سول او دواړه مشران د ځمکي له لاري تورخم ته او بيا په چورلکه کي کابل ته ولېږدول سول.