
تېره شپه په کابل کي د يوې کورنۍ ۴ غړي د نامالومه کسانو لخوا وژل سوي او قاتلين له سيمي څخه تښتېدلي دي.
د کابل پوليس وايي، چي د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند قلعه برقي سیمه کي نامالومه وسله والو د یوې میرمن او ماشوم په ګډون د یو کور ۴ غړي وژلي دي.
کابل چي په دې وروستيو کي د ناامنۍ پېښي پکي کمي سوي، خو جنايي پېښو پکي زور اخيستی دی.
تراوسه مالومه نه ده چي دا پېښه څنګه او ولي رامنځ ته سوې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه