د لوګر ولايتي شورا رئيس ناصر غيرت نن په کابل کي د خپلو دوو تنو ساتونکو سره يو ځای د يو وسلوال بريد په ترڅ کي وژل سوی دی.
ناصر غيرت نن د کابل په کارته نو سیمه کي د یوه وسلوال برید هدف وګرځیده.
غیرت په لومړی سر کي سخت ټپی وو او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.
د يادي پېښي پړه تراوسه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.