ليکنه: داکتر صلاح الدين سعيدى
طالب ته التيماتوم چې که اوربند اعلان و نه کړې در سره سولې ته نه کښېنم، که اور بند اعلان نه کړې ټول بنديان دې نه خوشې کوم او …
بايد واقعبين اوسو او بې قيد او شرطه يوجانبه د طالب په نامه حتى د افغانستان سره د 5000 بنديانو کې د اى اس اى بنديان راباندې خوشې نه شي کړاى او د افغان امنيتي ځواکونو نه توهين ونه شي.
دې برخه کې د امريکې او دغه طالب ډلې روستي توافق ته د مجبوريتو له مخې بې قيد او شرطه تسليمېدل او په دې سلسله کې پر افغان چارواکو او افغاتستان د پاکستان د سياسي لوړ پوړو ملنډې ځانکړي،تاريخي استقامت او با مسٶليته مواضعو ته اړتيا لري. امريکه نبايد پر افغان حکومت خپلې برنامې تحميل او د پاکستان ستراتيژيکو ګټو ته عملاً کار ونه کړي. دا توقع اقلاً له جناب خليلزاده نه لرو.
له بلې خوا په دې بايد پوه شو چې د طالب بنياد جنګي بنياد دى.
طالب د افغانستات د اعمار برنامه نه لري، نوچې جنګ له طالبه واخلې خو سوچه ووايه طالبه له تسليمېدو پرته بل چانس نه درکوم.
دا ښه خوب او مونږ ته جالبه اما دا خو غير عملي خواست او سياسي مذاکره کې بايد عيني اوسو او په غېر عملي غوښتنو ټينکار ونکړو.
نو وړانديز کوم چې له طالب سره د سياسي مذاکراتو په درشل او شپېل کې له اولين روغبړ روسته بايد طالب سره روښانه شي چې د امارت اسلامي سياسي مشروعيت ته کومه لار غوره کوئ؟
1/د ټوپک که د 2/ ملت که د 3/شوراى حل و عقد لاره؟
که پر ملت توافق وشو بيا د متارکې خبرې او د عملي کولو ميکانيزم.
که د ټوپک نو بيا خبرې ختمې.
که د شوراى حل و عقد خبرې نو بيا ددې شوراء د جوړېدو کار داکتر صلاح الدين سعيدى په لاس کې نيسي او ځو شوراى حل او عقد ته.
دا ده دحل لار. و من الله التوفيق
داکتر صلاح الدين سعيدى
3/3/2020