ترکيې د سوري پوځ پر يوې قرارګاه هوايي بريد کړی او ۹ سوري پوځيان يې وژلي دي.
راپورونه وايي، چي ترکي بې پيلوټه الوتکي د سوريې پر پوځ پر کاروان هغه مهال ميزايل ويشتي دي، چي د جبل الزاويه سيمي سره نژدې روان وو.
د سوري او ترکي پوځيانو ترمنځ هغه مهال کړکېچ زور واخيست چي تېره اونۍ د سوريې په هوايي بريد کي د ترکيې ۳۴ پوځيان ووژل سول.
ملګرو ملتونو پر دواړو لوريو ږغ کړی چي له کراري کار واخلي او ستونزي دی د خبرو له لاري حل کړي.