پرون د خيبر پښتونخوا په مردان سيمه کي د مورنۍ ژبي، کلتور او تاريخ په هکله مراسم جوړ سوي وه، چي ګڼ پښتانه پوهان او مشرانو پکي ګډون کړی وو.
په دې مراسمو کي د پښتو ژبي د ودي، کلتور، تاريخ، ادب او ننګونو په هکله ويناوي واورول سوې.
دا مراسم د خدايي خدمتګار تحريک ځايي مشر بلقيس اکبر جان جوړ کړي وه او غونډي ته يې په وينا کي وويل، نن که نورې ژبې زده کول د وخت ضرورت دی خو خپله ژبه ژوندۍ ساتل هم ضروري دي.
“پښتون دې انګرېزي زده کړي، بله ژبه دې زده کړي خو بايد خپله ژبه هېره نه کړي، يو بل سره دې ودرېږي، حجرې دې ابادې سي، جرګې دې روانې وي، ننواتی دې کيږي.”
د غونډي بل ګډونوال شاعر اباسين يوسفزي په خپلو خبرو کي وويل: په پښتنه ټولنه کي د بدامنۍ له کبله پښتون کلتور او حجرو ته زيان رسېدلی، بل اړخ ته د سرکاري مرستو د نشتوالي له کبله پښتو ژبې ته هم هغه ارزښت نه دی ترلاسه کوم چي د دې ژبې حق دی.
“نن باکو خان، ګجو خان او کالو خان يو هم څوک نه پېژني، او دا ځکه چي دا زمونږ په نصاب کي نسته. مونږ طارق بن زياد، صلاح الدين ايوبي پېژنو خو ملک احمد نه پېژنو چا ته چي د يوسفزو د قبيلې مشري د پينځلسو کالو په عمر کښې ورکړل سوې وه او پښتونخوا رياست يې جوړ کړی ؤ.”
په غونډه کي د عبدالولي خان پوهنتون د تعليم د څانګې مشر ډاکټر سهېل خان وويل چي کوم قام په مورنۍ ژبه کي زده کړې ترلاسه کوي، هم دا د پرمختګ لار ده.
د نوموړي په وينا چي کله په ژبه پسې رياست ودرېږي، نو د پرمختګ نورې لارې ورته خپله خلاصېږي، نن زموږ ژبه د بازار ژبه نه ده، د کاروبار ژبه نه ده، په نصاب کي نسته. پښتانه اتلان نسته، پښتون تاريخ نسته نو ځکه نوی کهول مجبوره دی چي پردۍ ژبه پردی تاريخ او پردي اتلان ولولي.
په خيبر پښتونخوا او ګڼو نورو پښتون ميشتو سيمو کي د پنجابي استبداد له امله په مورنۍ ژبه پښتو باندي د زدکړو حق له خلګو اخيستل سوی دی.