کور / راپور / د کرونا وايرس د خپرېدو له وېري سعودي عربستان پر عمره کونکو موقت بنديز لګولی دی

د کرونا وايرس د خپرېدو له وېري سعودي عربستان پر عمره کونکو موقت بنديز لګولی دی

سعودي عربستان وروسته له هغه د عمره کونکو پر مخ خپلي پولي تړلي چي د کرونا وايرس د خپرېدو اندېښنې ډېري سوي دي.

سعودي عربستان وايي، چي دا ګام يې د خپلو اتباعو، عمره کونکو، سيلانيانو او په دغه هيواد کي د ميشتو کسانو د خونديتوب په خاطر پورته کړی دی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي د کرونا وايرس د مخنيوي په خاطر يې سعودي ته د هغه هيوادو د اتباعو پر ورتګ بنديز لګولی دی چي د کرونا وايرس پېښي پکي موندل سوي دي.

که څه هم په سعودي کي تراوسه د کرونا پېښه نه ده تاييد سوې، خو په ګاوڼد کويټ کي دوه کسان په دې وايرس اخته سوي، چي يو پکي سعودي تبعه دی.

په سيمه کي ايران ترټولو سخت کرونا ځپلی دی او ددهغه هيواد چارواکو د يادي ناروغۍ له امله د ۱۹ کسانو د مړيني خبر ورکړی دی.