کور / راپور / چارسده کي پوليسو ظاهرالله په تشدد وژلی، په غبرګون کي یې خلګو مظاهره کړې

چارسده کي پوليسو ظاهرالله په تشدد وژلی، په غبرګون کي یې خلګو مظاهره کړې

د خيبر پښتونخوا په چارسده کي تېره ورځ د ظاهرالله د وژني پرضد احتجاج وسو او ګډونوالو  د هغه لپاره د انصاف غوښتنه کول.

ظاهرالله پنځه ورځي مخکي پوليسو نيولی وو او وروسته يې مړی په داسي حال کي وموندل سو، چي لاسونه او پښې يې تړل سوي وه.

احتجاج کونکو د پوليسو پرضد شعارونه ورکول او د ظاهرالله وژنه يې د ترهګر رياست يوه بله ظالمانه کړنه بلل.

د وژل سوي ځوان اصل نوم عزیز الله وو،‌ خو په سالار ظاهرالله مشهور وو. احتجاج کوونکو په لاسونو کي شعارپاڼې او بېنرونه هم را اخیستي وو،‌ چي د ظاهرالله عکسونه ورباندې جوړ وو او د هغه لپاره د انصاف غوښتنې نعرې ورباندې لیکل سوې وې.

څو ورځي وړاندي هم په خيبر پښتونخوا کي د عدنان شينواری په نوم يو کس پاکستاني ملېشو د لنډي کوتل سيمي څخه بوتی او څو  ورځي وړاندي يې مړی وموندل سو.

ارواښاد شينواری پاکستاني ځواکونو په تشدد سره وژلی او پر هغه يې تور لګولی وو چي د يو ترهګريز بريد پلان يې درلودی.

له دې پېښي وروسته په لنډي کوتل سيمه کي په سلګونو کسان راغونډ سوي وه او د عدنان شينواري لپاره ئې د انصاف غوښتنه کول. دغه کسانو د شينواري مړی نه دی ښخ کړی او وايي، چي تر څو يې د هغه لپاره انصاف نه وي ترلاسه کړی همداسي به پرلت روان وي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر او د هغه ملګري په کارخانو پاټک د خیبر سیاسي اتحاد پرلت ته له تللو ګرځول سوي.

د وژلي ځوان پلار اسماعیل شینواري پرلت ته په وینا کي وویل: “درې میاشتې مخکي یې دا وړکی زموږ نه وېوړ، دا که عدالت ته وړاندې سوی وای او ده له یې پانسي هم ورکړې وای نو منله مې خو نن یې ګورئ چي دی یې په ظلم سره وژلی.”