علم گل سحر
په دې ښار کې یوه ته یې او بل زه یم
ته یې وړانګه او له تا سره مل زه یم
دا نور هسې د پيسو لپاره ژونــد کړي
چې یې ژوند د عشق لپاره دی، تل زه یم
چې مې زړه ته رانږدې یې، اول ته یې
چې یې تاته زړه درکړی، اول زه یم
د ژوند پاڼې مې شهیدې شي چې نه یې
ته باران یې او په دښته کې ګل زه یم
ستا خوب وړې سترګې څومره را نږدې دي
ښايي ستا د تورو سترګو کــــجل زه یم
رقیبان مې د تهمت په غشو ولي
ته به وایې ددې دور کابل زه یم
چې پر موږ باندې واکمن شي نو ظالم شي
بیا نو وایي چې بس ستاسې عمل زه یم
بیا قاضي دی کوم کمزوری په دار کړی
ښه خبر دی چې دسرو شونډو غل زه یم
ها چې ولاړه، ښاپېرۍ وه د خوبونو
دا په خاورو کې چې پروت دی، دا پل زه یم
هر سحر لکه وږمه لګې چې راشې
ګوره پام کړه، ژېړه پاڼه د ګل زه یم
علم گل سحر