په اسلام اباد کي افغان سفارت محسن داوړ او علي وزير ته بلنه ورکړې چي د ولسمشر اشرف غني د لوړي په مراسمو کي ګډون وکړي.
د محسن داوړ په بلنليک کي ليکل سوي چي د لوړي په مراسمو کي “ستاسو ګډون د دواړو لورو د خلکو او قامونو ترمنځ داړیکو دلاپیاوړتیا او زمونږ دخوښې سبب ګرځي”
محسن داوړ وايي، که رياست دده مخه ونه نيول، دی به پوره هڅه وکړي چي د لوړي مراسمو ته کابل ته ولاړ سي.
مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مئینه
ډېره مننه کوم په اسلام اباد کې د اسلامي جمهوري افغانستان د لوی سفارت څخه چې ما ته یې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني صېب د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړه
زه به انشاءالله پوره پوره هڅه کوم چې ګډون په کې وکړم۔ pic.twitter.com/3e4YOrKc4p— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 24, 2020
محسن داوړ وایي “سفري بندیزونه شته خو په پاکستان کې ورته د افغانستان سفارت ویلي چې هغوئ پر دې بلنو دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت هم خبر کړی دی”
افغان حکومت د محسن داوړ تر څنګ، علي وزير، محمود خان اڅکزي او اسفنديار ولي خان ته هم بلنه ورکړې چي د ولسمشر غني د لوړي په مراسمو کي ګډون وکړي.
د ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسم به د فبرورۍ پر ۲۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ په کابل کي ترسره سي.