علم ګل سحر
لکه مني کې دیوال وکړي درزونه
یا په دښته کې ولاړه سپیره خونه
د زاړه زیارت د خوار ملنګ کوډله
پري رپیږي څیري، څیري بیرغونه
یا مین چې معشوقه ترې ژر جدا شي
ورته پاته یې د زلفو دری تارونه
له جګړې وروسته د کلي تنها ونه
چې رامات یې وي له ویرې ټول ښاخونه
یا وطن مې چې د روس له یرغل وروسته
په هرکلي یې پراته د ویر ګرزونه
وران کابل د ټوپکیانو د وختونو
پرې واکمنې وي، څو ډلې تنظیمونه
د شهید پلار چې په کړوپه ملا روان وي
د زوی غم یې ور وچ کړي اندامونه
ځوانه کونډه د خاوند قبر ته ناسته
پکې غواړي تللي تللي ارمانونه
یا مرغه چې هیڅ الوت کولی نه شي
کوم ښکاري یې ورمات کړي وي وزرونه
ته ترې ولاړې زړه مې داسې نیمه خوا شو
ورته پاتې ستا د مینې څو یادونه
۱۹/ ۷/ ۱۳۹۲
نوی ښار- کلوله پشته