کور / شعر / غزل

غزل

 

ډکې لپې له سولګو تر یزدان یوسي  
 نور بې وزله لاس دچا تر ګریوان یوسي

فلسفه بس دانسان دهستۍ داده 
له ارمانه سره راشي ارمان یوسي

مزدور بار تش په ګردونو کور ته ستون شي
 سره غنم له درمندونو خانان یوسي

دوران ملک مو پخوي تش سړکونه 
 چې په شوبلو کې هر ګوټ ته لیوان یوسي

خوله مې مه ګنډه ظالمه نا خبره 
 خاموشي به مې ارام د اسمان یوسي

څوک دې نشته دخواله ( حسنه) ژاړه  
ګوندي غم درنه داوښکو باران یوسي