پاکستاني پوليسو د پښتون ژغورني غورځنګ د چمن څانګي دوه غړي ذوالقرنين باچا او اويس ابدال د پي ټي ايم له دفتر څخه پورته کړي او نامعلوم ځای ته وړي دي.
یاد دوه کسان د ملابهرام او قاسم خان اڅګزي په ګډون له نورو ملګرو سره څلور ورځي مخکي د لورلايي جلسې څخه وروسته چمن ته پرلاره هم د پاکستان استخباراتو او وسله والو لخوا په تشدد له لاري ګرځول سوي وو چي ځینو د تشدد له امله پر سر، ملا او پښو زخمونه هم اخیستي وو خو بېله ملابهرام او قاسم اڅګزي څخه نور کسان د فبروري لسم تاريخ په سهار یې بیرته پرېښودل سوو.
لراوبر ته داسي معلومات هم ورسيدل چي د ولي خان په نوم په سيمه کي د یوې قبيلې د مشر د کورنۍ غړي هم د پي ټي ایم چمن د ملګرو په نيولو او تشدد کي لاس درلود چي وروسته یې ځینو ته د مرګ اخطار هم ورکړی دی.
د ملابهرام اخند په ګډون د چمن قومي سپین ږيري له دې پېښي خبر سوي دي خو وايي چي لومړی هڅه کوي چي د قبيلې تر منځ راپیدا سوې دا ستونزه د پښتني دؤد او جرګې له لاري حل و فصل کړي.