" /> " /> " /> " /> دپښتو ادبي تړون چمن د ټاکنو او سيمينار انځوريز راپور – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / دپښتو ادبي تړون چمن د ټاکنو او سيمينار انځوريز راپور Fotos

دپښتو ادبي تړون چمن د ټاکنو او سيمينار انځوريز راپور Fotos

پښتو ادبي تړون چمن –  ادبي سېمينار تر سره کړ


د ٢٠٠٨م عيسوي کال د اګست پر ١٧مه نېټه چي د يکشنبې ورځ وه د اولس والۍ د شورا په تالار کي د پښتو ادبي تړون چمن له پلوه يؤ دروند ادبي سېمينار جوړ او تر سره سو،دې رنګين او معنوي سېمينار ته دچمن دسيمي ګڼ شمېر د اندوقلم خاوندانو،روڼ اندو،ليکوالانو او شاعرانو د ګډون په موخه راغلي وو او ورسره ورسره دپښتوادب عامه مينه وال د سلګونو په شمېر کي پخپل ګډون سره نوموړی ادبي سېمينار دمعنويت له مخي ځل و بل کړ.


پښتو ادبي تړون - چمن



دا سېمينا پر دوو برخو وېشل سوی وو، په لومړۍ برخه کي د (پښتوادبي تړون چمن)نوي کابينې او د مشاورتي جرګګۍ غړو سوګند پورته کړ او وروسته پوهانو او ليکوالانو د پښتوادب پر وده او ارزښت باندي دخپلو عاليمانه ويناوو او ګټورو ليکنو په ترڅ کي رڼاوي واچولې.


پښتو ادبي تړون - چمن



دويمه برخه يوې په زړۀ پوري مشاعرې ته ځانګړې سوې وه،
د دې پښتني سېمينار پېل په تلاوت کلام الله سره وسو چي سعادت يې مولاناقاري محمداعظم صاحب ترلاسه کړ، د وياندويني چاري عزيزالله ميا او عبدالغفارمظلوم جان په خورا ښايسته توګه په ګډه پرمخ بېولې، د دريځ څوکيو ته د غه کسان په دې حېث وغوښتل سوله،
د دروند مېلمه په حېث ضيلعي نايب ناظم عبدالقيوم خدکو
د مشر مېلمه په حېث انجنېر محمدنبي امېد
د کوربه په حېث رحمت الله رحمت
له دې څخه وروسته وياند د نعت د وړاندي کولو دپاره نظرمحمد درمان ته بلنه ورکړه،
له ترتيب سره سم درانۀ مېلمه د ( پښتو ادبي تړون چمن ) نوي کابينې او د جرګګۍ غړو ته سوګند ورکړ،
درې کسيزه کابينه په دې توګه وړاندي لا د تنظيم غړو د رايو له لاري ټاکلې وه،
لومړی  مسؤل ( عادل اڅکزی )
دويم  مرستيال ( نعمت الله پښتون يار )
دريم ؛ پانګه وال ( عبدالغفارمظلوم جان )
د مشاؤرتي جرګګۍ غړي څه په دې ډول دي
انجنېر محمدنبي امېد
رحمت الله رحمت
حاجي اخترمحمدمېراني
د سوګند اخيستلو وروسته، وياند عادل اڅکزي ته بلنه ورکړه ترڅو دريځ ته راسي چي د تېرو ناستو راپور په ليکلې بڼه وړاندي کړي،او ورسره د دې نوی ادبي تنظيم مانا پښتو ادبي تړون چمن د رامنځته کېدو اساسي لامل هم په تفصيل سره وړاندي کړي،


عادل اڅکزي په ليکلې بڼه دتيرو ناستو راپور ګډونوالو ته وړاندي کړ او د دې نوي ادبي تنظيم د منځته راتللو پر اړينو لاملونو باندي هم رڼا واچوله،
له دې څخه وروسته وياند د ليکني د وړاندي کولو دپاره نورعلي شاه کاروان ته بلنه ورکړه، د کاروان د ليکني سرليک وو ( د مورنۍ ژبي پښتو سره خوالۀ ) زموږ دې ځوان ليکوال پخپله ليکنه کي واقيعت ته ځای ورکړی وو،د پښتو پر محکوميت او د نورو پر ناروا حاکميت باندي په خورا ګړندۍ توګه سره دقلم او اند په ژبه ږغېدلی وو،
له دې څخه سمدستي وروسته وياند د خپلي ليکني و وړاندي کولو دپاره ملا عبدالصمدبېوس ته بلنه ورکړه، بېوس پر ځای د دې چي نثري ليکنه وړاندي خو د هغه پر ځای يې خپل يؤ نظم وړاندي کړ،چي له شاعر او اديب څخه د مثبت فکر خورولو غوښتنه پکي سوې وه،
د وياند د بلنو لړۍ مخ په وړاندي روانه وه اوس نو وار ورسېد حاجي اخترمحمد مېراني ته، نوموړي خپله نثري ليکنه برخه والو ته وړاندي کړله، په دې ليکنه کي زموږ دې ليکوال د پښتوادبي تړون چمن جوړېدل او منځته راتلل يؤ پر ځای او مثبت کار وبالی،او ورسره ورسره يې د سيمي پرليکوالانو باندي دا ږغ وکړ چي راځئ نور نو د اتفاق او يوالي لاسونه سره ورکړو،
له دې څخه ورسته وياند بلنه ورکړه رحمت الله رحمت ته چي دی راسي خپله نثري ليکنه ګډونوالو ته واؤروي، زموږ دې ليکوال پخپله دې ليکنه کي څو ټکو ته اشاره کړې وه، يؤ يې دا وويل چي موږ ته پکار دا ده چي دنورو شاعرانو اوليکوالانو قدر وکړو،بل يې دا وويل چي ځان تر ملګري کم وبولو او ملګری تر ځان ښه وبولو،
له دې څخه وروسته وياند د وينا دپاره درانۀ مېلمه عبدالقيوم خدکو ته بلنه ورکړه، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل چي زه نن ډېر خوشحاله سوم چي ما دلته د ځوانانو او مشرانو ليکني واؤرېدې چي ورپکي ډېر څه وؤ زه چي دا مجلس او سېمينا وينم نو دا هيله او امېد راسره پيدا سو چي زموږ ژبه پښتو خپل غاويران او خواخوږي لري چي داسي ده نو دا رښتيا ده چي کومي ژبي او کوم قامونه چي رښتني غاويران او خواخوږي لر نو هغه هيڅکله د مرګ کومي ته نه ورلويږي، دۀ زياته کړه چي زه د پښتو ادبي تړون چمن نوي کابينې ته د زړۀ له تله مبارکي وايم او ټولو غړو ته افرين ورکوم چي دوی په دې بوخت او م
 صروفه وخت کي دومره ښه او کاميابه ادبي سېمينار جوړ کړی،پر مخ يې وويل؛ چي دا سېمينار به هتمن مثبت رنګ راؤړي،د چمن پر ټولو اديبانو يې ږغ وکړ چي دا پښتو ادبي تړون چمن ستاسو او زموږ د ښار ګډ ادبي تنظيم دی دهمدې تنظيم تر سيوري لاندي دمورنۍ ژبي پښتو خدمت ته لستوڼي راونغاړۍ، په پای کي يې دا ژمنه هم وکړه چي زه هر وخت دپښتوادبي تړون چمن په خدمت کي يم تر څو تاسو پر ما ږغ وکړی،


دلته نو نوبت د غونډي مشر مېلمه انجنېرمحمدنبي امېدته ورسېد، نوموړي دخپلي وينا په ترڅ کي وويل؛چي زه ډېر زيات خوشحاله يم چي زموږ د ښار چمن اديبانو،ليکوالانو او شاعرانو په دومره لنډ غوندي وخت کي دومره لوی سېمينار مرتب کړ،دۀ زياته کړه چي نور نو وخت د دې راغلی دی چي دځان ځانۍ پر ځای ملي سوچ خپل کړو ديوالي پر ټغر سره راټول سو.


دويمه برخه
د سېمينار دويمه برخه يوې رنګيني مشاعرې ته ځانګړې سوې وه،چي دغه ښاغلو او درنو شاعرانو خپل کلامونه پر دريځ له خپل وار له مخي ګډونوالو ته وړاندي کړل،
(١) اعجاز (٢) نعمت الله پښتون يار (٣) ميروايس (٤) نظرمحمد درمان (٥) عنايت الله خاکيار (٦) محمدنعيم افغان (٧) روزي خان وطنوال (٨) محمدصادق (٩) شمس الله پردېسي (١٠) لعل محمددرانی (١١) عادل اڅکزی (١٢) نورعلي شاه کاروان (١٣) محمدصادق صبا (١٤) عبدالوهاب ولي (١٥) ماسټر اميرزمان مشکور (١٦) عبدالغفار مظلوم جان (١٧) مطيع الله شاهين (١٨) رحمت الله رحمت (١٩) عبدلصمدبېوس (٢٠) انجنېر محمد نبي امېدد همدې دويمي برخي په پای کي وياند عزيزالله ميا د پښتو ادبي تړون چمن مسؤل عادل اڅکزي ته د کوربنۍ وينا دپاره بلنه ورکړه تر څو دريځ ته راسي د سېمينار د پای وينا وکړي .
عادل اڅکزي د خپلي وينا په ترڅ کي وويل چي موږ د چمن څو با احساسه اديبانو پخپله سيمه کي له ډېره وخته څخه د يوۀ نماينده او مرکزي ادبي تنظيم تشه يا خلا محسوسوله، د دې تشي د ډکولو په موخه موږ د چمن د سيمي ليکوالان پخپلو کي سره په سلاح او مشورو کي سولو پای دې نتيجې ته ورسېدو چي د ( پښتو ادبي تړون چمن ) په نامۀ يؤ ګډ ادبي تنظيم تاسيس کړل سو، دا تنظيم تش او تش د چمن دسيمي د ليکوالانو په خوښه په دې موخه منځ ته راغلی دی چي خپلي مورنۍ ژبي پښتو ته رښتنی خدمت وکاندي،دۀ دا هم وويل چي موږ پخپل منځ کي هيڅ ډول عناد،تضاد او فرق ته ځای نه ورکوو.
د ننني سېمينار له درانۀ مېلمه څخه يې جدي غوښتنه وکړه چي دلته په چمن کي د اديبانو،ليکوالانو او شاعرانو يواځينی ناست ځای چي د قاضي ملاعبدالسلام کتابتون په نامۀ ياديږي د تېرو دوو کلونو راهيسې د اې ټي ايف نومي پوليسو چارواکو د استوګني کار ځيني اخيستی دی او تر اوسه پوري دغه نوموړې ټولۍ زموږ د سيمي د کتابتون څخه د استوګن ځای کار اخلي چي د علم او ادب سره سخته جفا ده، او ورسره ورسره علم دانش او ادب ته په سپکه کتل دي، زه د اې ټي ايف له مسؤلينو څخه کلکه غوښتنه کوم چي دوی دي د علمي احساس له مخي زموږ کتابتون ژر تر ژره پرېږدي تر څو د سيمي ليکوالان او روڼ اندي د تېر په څېر په نوموړي کتابتون کي د کرکتني ادبي ناستي تر سره کړي٠
په پای کي يې د ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چي دوی په دې مصروفه او بوخت وخت کي زموږ سره په دې ادبي سېمينار ګډون وکړی .


پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن


پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن


پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن


Slide Show   


پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن


   پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن د پښتو ادبي تړون - چمن پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتو ادبي تړون چمن نوي کابينه او د مشاورتي جرګګۍ غړي د سوګند اخيستلو په حال کښي وينئ :


 پښتو ادبي تړون - چمن



دپښتوادبي تړون چمن د مسؤل په توګه عادل اڅکزي، د مرستيال په توګه نعمت الله  پښتون يار، د پانګه وال په توګه عبدالغفار مظلوم جان، د مشاورتي جرګګۍ په توګه ، انجنېر محمدنبي امېد،رحمت الله رحمت او حاجي اخترمحمدمېراني سوګند پورته کړ، د يادولو وړ ده چي ذکر سوو کسانو ته سوګند ضيلعي نايب ناظم عبدالقيوم خدکو ورکړ٠


 پښتو ادبي تړون - چمن



د پښتوادبي تړون چمن لخوا ادبي سېمينار کي عادل اڅکزی د نوموړي ټولني د تېرو ناستو راپور او د همدې ادبي ټولني د منځ ته راتلو اساسي لامل برخه والو ته د ليکني په بڼه وړاندي کوي٠


 پښتو ادبي تړون - چمن


پښتو ادبي تړون - چمن


د سېمينار برخه وال


 


پښتو ادبي تړون - چمن


ماسټراميرزمان مشکور د شعر وړاندي کولو په حال کښي


 


پښتو ادبي تړون - چمن


نورعلي شاه کاروان د سېمينار ګډونوالو ته خپله ليکنه وړاندي کوي


 


پښتو ادبي تړون - چمن



د پښتو ادبي تړون په دې ادبي سېمينار کي د وياندويني چاري په ډېره ښايسته توګه ( عزيزالله ميا او عبدالغفار مظلوم جان ) په ګډه تر سره کولې٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


په سېمينار کي د ګډونوالو بله څنډه؛


 


پښتو ادبي تړون - چمن


پښتو ادبي تړون - چمن


د دريځ خواته مېلمانۀ او د سېمينار سرليکنه؛


 


پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتو ادبي تړون چمن مرستيال نعمت الله پښتون يار ګډونوالو ته د شعر اورولو په حال کي٠


 


 پښتو ادبي تړون - چمن


په سېمينار کي د پښتو ادب خواخوږي او مينه وال


 


 پښتو ادبي تړون - چمن


په سېمينار کي عادل اڅکزی د کوربنۍ وينا په حال کي


 


پښتو ادبي تړون - چمن 


د پښتو ادبي تړون چمن تکړه او هڅاند غړی مطيع الله شاهين برخه والو ته دشعر اورولو په حال کي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتوادبي تړون چمن کابينه او مشاورتي جرګګۍ د سوګنداخسيتلو په حال کي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتو ادبي تړون چمن د جرګګۍ غړی انجنېرمحمدنبي امېد دشعر وړاندي کولو په حال کي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


دچمن تنکی شاعر محمدصادق دشعر وړاندي کولو په حال کي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


دچمن د سيمي ځوان شاعر محمدنعيم افغان پر دريځ دشعر وړاندي کولو په حال کي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


دپښتوادبي تړون چمن په رنګين سېمينار کي ګډونوال تر پايه په خاموشه توګه سره د ويناوالو ويناوي،دليکوالانوليکني او دشاعرانو شعرونه  واورېدل .


 


پښتو ادبي تړون - چمن


په دې سېمينار کي د سيمي د هر مکتبه فکر وګړو برخه واخيستله٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتو ادبي تړون چمن پانګه وال عبدالغفارمظلوم جان د شعر وړاندي کولو په حال کي٠


 


 پښتو ادبي تړون - چمن


شاعران،ليکوالان او د پښتوادب مينه وال په يوۀ انځور کي تر سترګو کيږي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن 


د پښتو ادبي تړون چمن دمشاورتي جرګګۍ غړی رحمت الله رحمت ګډونوالو ته خپله ليکنه وړاندي کوي٠


 


د پښتو ادبي تړون - چمن 


ملاعبدالصمدبېوس برخه والو ته خپل نظم وړاندي کوي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتو ادبي تړون چمن د جرګګۍ غړی حاجي اخترمحمدمېراني په سېمينار کي خپله ليکنه برخه والو ته اوروي٠


 


پښتو ادبي تړون - چمن


د چمن د سيمي ځوان شاعر صادق صبا پر دريځ د خپل شعر اورولو په حال کي٠


 


 پښتو ادبي تړون - چمن


 دپښتوادبي تړون غړی نظرمحمددرمان برخه والو ته د شعر اورولو په حال کي٠


پښتو ادبي تړون - چمن


د پښتو ادبي تړون چمن ليکوالان او شاعران٠ 


 


پښتو ادبي تړون - چمن 


عکسونه او راپور :: عادل اڅکزی