له کابله ووځئ

د افغانستان پدي نوي تحوول کښي کوم لوي لوي بدلونونه چي راغلي دي دهغو له جملي څخه ېو هم دکابل په ښار کښي دهرشي له هر اړخه تمرکز غور کول دي .
سېاسي هلي ځلي ، صنعت ، پوهنه ، رواجونه ، شرکتونه او د اېن جو اوز کار کاروبار په دي ښار کښي تمرکز نېولي دي .
پدي سېمه افغانستان ، پاکستان ، او هندوستان کښي د صنعت د کمزورتېا او د نورو متابادلو کاروبارونو د نشت والي له وجي خلګ خپلي روپي د جاېدادونو ېعني د ځمکو په رانېولو لګوي له ېوه لوري دا کار ددوي سرماېه خوندي کوي او له بل لوري دوي خپل کلتورېکل حېثېت لاس ته راوړي چي عموما خاني ملکي او غوره حېثېت ترننه هم د ډېرو ځمکو له خاوندانو سره وي ، زموږ په ټولنه کښي چي څوک ځمکه کور او دوکانونه نه لري هغه خلګ د دوهمي درجي په انسانانو کښي شمېرل کېږي .
کابل ته د اېن جو ګانو په راتګ سره ددي ښار د کراېي لوړوالي لومړني برکت وو دوهم د جاېدادونو د نرخ لوړوالي او د کراېي دکورونو نه پېداکېدل ېي نوري ګټي وي چي دغرېبو خلګو ، مامورېنو ، سربازانو او د لږ امدن لرونکي خلګو لپاره دا ېو لوي اقتصادي او ټولنېز غزاب دي .
ماچي کله خپله دولس کلنه جلاوطني د هېواد د مېني او ارزو په خاطر په ډېره خوښي پاي ته ورسوله او کابل ته له فامل سره ولاړم ، (ځکه په خپل ولاېت زابل کښي دخپلي ېوي زاتي شخړي له امله مانشواي کولاي چي هلته واوسم ) نو د ېو کال تر تېرولو وروسته په ډېري ماېوسي او نامرادي سره بېرته مجبوره شوم چي کډه پشا ځان تر کراچي ورسوم او دا زما په ژوند کښي ترټولو بده خاطره او زمالوېه ناکامي وه .
خېر : اصلي ستونزه تل له لوړي خوا را ولاړېږي لومړي زموږ جمهور رېس او په دوهم قدم کښي وزېران او په درېم پړ کښي د پارلمان غړو صاحبانو په کابل کښي سلطنتونه جوړ کړي دي چي ددوي ددي عمل له امله هم هېواد له بدبختېو سره مخ دي او هم د کابل اصلي استوګن .
جمهور رېس د ټولي دنېا په ننګ او ملاتړ هم دي ته ملا نشي تړلاي چي دهېواد د ولسوالېانو په سلحه دوري وکړي .
دا ددي د پاره نه چي دي د غرېبو خلقو ژوند له نژدي وګوري بلکه نن د افغانستان ټول وګړي د صحرا او بېابان دخلګو له ستونزو هم خبر دي او هم چي لږ احساس وکړي او هرېو خپل تېر دور ته وګوري محسوسولاي ېي هم شي .
ولي ددي لوي اثر به داوي چي د حکومت اغېزه به د هېواد په ګوټ ګوټ کښي محسوسه شي او له خلګو سره به دا احساس راژوندۍ شي چي ېاره اولس مشر او دولت ددوي لپاره هم دي .
سېاست عموما په نړي کښي د متوسطي طبقي له لوري هنډل کېږي چي نن تر هر ځاي په نورو ولاېتونو کښي زېات موندل کېږي ولي سېاسي احزابو قسم خوړلي دي چي له کابله به ونه ووځي او دلته له تخت سره نژدي به دتخت لپاره هڅي کوي . په غرېبه او کلېواله طبقه کښي دسېاست په اړه خبرتېااو دسېاسي هلوځلو ، سېاسي بدلونونو نه ځان پوهول ډېر ضروري دي .
چي د ېوه سړي په ېوه راېه هم دهېواد تقدېر بدلون موندلاي شي .
سېاسي ګوندونه هم باېد خپلي هلي ځلي د ولسوالېو په سطحه پېل کړي هلته خپل تبلېغات پېل کړي ېونټونه پرانېزي او دخلګو د عامه ذهنېت سره سم هغوي ته ساده تبلېغات وکړي دهېواد ارزښت او په هېواد کښي د سېاسي کلتور له ارزښته ېي خبر کړي او عام خلګ په سېاست کښي انوالب کړي بېا دي دوي تماشه کوي چي د کابل د مصروفه ژوند لرونکي سېاسي کارکونکو ښه مبارزه پرمخ وړله او که دا خړپړ مخلص کلېوال ؟
د اېن جي اوز او کارخانو له کابله کډه کول او اطرافي سېمو ته انتقالول دومره اړېن دي لکه څومره چي ددوي وجود اړېن دي هېله ده چي تر راتلونکو ټول ټاکنو لپاره سېاسي لوبغاړي خپل طرفداران د راېو لپاره کابل ته ورونه غواړي او دوي ورپسي کلو او بانډو ته راشي .