تېره ورځ په لورلايي او کراچي کي د ارمان لوڼي د ياد او منظور پښتين د نيولو پرضد پراخ لاريونونه وسول او زرګونو کسانو پکي د منظور پښتين د خوشي کولو او ارمان لوڼي ته د انصاف ورکولو په تړاو شعارونه ورکول.
په لورلايي کي د پي ټي ايم غونډي ته ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، ډاکټر سيد عالم مسود او نورو مشرانو ويناوي وکړې او ويې ويل، چي د منظور پښتين پر ضد جوړي کړل سوي مقدمې غير قانوني دي او هغه بايد ژرترژره خوشي کړل سي.
هغوی په خپلو ويناوو کي د غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو “غندنه” وکړه او ویې ويل چي د نوموړي پرضد “مقدمې غيراييني” دي.
د لورالايي جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر صفدر مهتروال هم وينا وکړه.
نوموړی وايي: “د جلسې ګډونوالو په يوه خوله دا خبره وکړه چي د منظور پښتين ګرفتاري غيرقانونی او غيراييني ده. له [حکومت] سره هېڅ جواز نسته او کوښښ کوي چي د غورځنګ مخه ونيسي. ټولو پښتنو پريکړه کړې چي په سختو حالاتو کي به هم يوځای وي.”
په کراچۍ کي د پي ټي اېم مشر مشر نور الله ترين د فبرورۍ پر نهمه جلسې ته په وينا کي وويل، حکومت ته په کار دي چي د ارمان لوڼي او نقيب الله مسود کورنیو ته انصاف ورکړي.
هغه وړاندې وویل: “د ارمان لوڼی لپاره ټول پښتون قام راپاڅېدلی وو. تر درو مياشتو پوري خو مقدمه نه چلېده. بيا د ډيرو مشکلاتو او احتجاج نه وروسته اېف ايي ار کټ سو. خو تراوسه پورې نه څوک عدالت ته وړاندې کړل سوي دي او نه هم چا ته هتکړۍ لګول سوي دي. “