دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له خوا (په سترګو کي لیکل شوي افسانه) ناول د۱۳۸۷ کال په زمري میاشت کي چاپ شو.
دغه ناول دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر فعالي غړي طوبی ندا ساپۍ لیکلی دی ، ندا ساپۍ ښه شاعره او کیسه لیکواله هم ده او دمیرمن بهیر داوونیزو غونډو رپوټونه هم لیکي .
په سترګو کي لیکل شوي افسانه د ندا لومړنی ناول دی چي په ۱۰۰ مخونو کي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمیر له چاپه راووت د کتاب دکمپوز چاري پخپله لیکوالي او دډیزاین چاري یي ښاغلي نور علي تسل تر سره کړي دي . کتاب دافغانستان نامتو ژورنالست،لیکوال او خوږ ژبي ویاند ایمل پسرلي ته ډالۍ شوی . دناول په پیل کي دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر یاددښت خپور شوی او بیا دناول لیکوالي دکتاب په اړه څرګندوني کړي دي .
دناول پیښي د یوي افغاني پیغلي په ژوند راڅرخي ، چي دوخت له نا خوالو سره مبارزه کوي .
میرمن کلتوري بهیر همدا اوس په یو شمیر پروژو کار کوي چي د فولکلور راټولول ، د افغان میرمنو لیکوالو اوشاعرانو دتذکري لیکل او خپرول،دماشومانو داثارو راټولول او ځیني نور کتابونه پکي شامل دي .
دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر یو خبر ځای وایي چي میرمن کلتوري بهیر او میدوتیک په پام کي لري په نږدي راتلونکي کي ددغه ناول دمخکتني غونډه جوړه کړي.

لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه