ترکي چارواکي وايي، چي په سوريه کي ددوی پر ځواکونو د سوريې حکومت بريد کړی او څلور پوځيان يې وژلي دي.
د راپورونو له مخي دغه هوايي بريد د سوري ځواکونو لخوا د ترکي پوځيانو پر هډه سوی دی او ګڼ پوځيان يې ژوبل کړي هم دي.
د ترکيې د دفاع وزارت وايي، چي سوري ځواکونو زموږ د خبرداري سره سره پر هغه سيمه بمباري کړې چي ترکي ځواکونه پکي مېشت وه.
د وزارت په خبره، ترکيې هم د خپل لوري په ادلب ښار کي د سوري ځواکونو ځيني اهداف په نښه کړي دي.
له دې بريد وروسته په سوريه کي ترکيې د روسي ځواکونو سره ګډ پوځي عمليات ځنډولي دي.
دا مهال ترکيې د کردانو پرضد د عملياتو لپاره په سوريه کي ۱۲ پوځي هډې جوړي کړي دي.