
تېره ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په ملاتړ او د شهيد ارمان لوڼي د وژني پرضد ستر احتجاجي لاريون وسو چي تر دوه زرو زياتو پښتنو پکي ګډون کړی وو.
د احتجاج ګډونوالو د پي ټي ايم پر وړاندي پاکستان دترهګر رياست وروستي اقدامات وغندل او د مشر منظور پښتين د خوشي کولو شعارونه يې ورکړل.
په دغه احتجاج کي چي مېرمنو ، ځوانانو او ګڼو مشرانو ګډون کړی وو، د بشري حقونو له نړيوالي ادارې څخه يې وغوښتل چي پر پنجابي رياست فشار راوړي ترڅو هغه کسان خوشي کړي چي د خپلو حقونو لپاره يې اواز اوچت کړی دی.
پنجابي رياست د جنورۍ پر ۲۷ نېټه په پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين ونيوی او دا مهال يې د ډېره اسماعيل خان په زندان کي زنداني کړی دی.

دا پر داسي مهال ده چي نن د فبروري پر دوهمه نېټه د پي ټي ايم د مخکښ او فعال شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين لمانځل کېږي او په همدې مناسبت د محکوم وطن ترڅنګ د نړۍ په سترو ښارونو کي د ارواښاد لوڼي په ياد غونډي او جلسې کېدونکي دي.
په ورته مهال د پاکستان ترهګر رياست د پي ټي ايم مخکښ او فعال عالم زېب مسید هم تېره شپه په ډېره اسماعيل خان کي له خپله کوره ايستلی او نامالوم لوري ته يې بېولی دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه