کور / #PTM / هالنډ : دنهاګ کې د مشر منظورپښين د نيولو پر ضد احتجاجي لاريون وشو

هالنډ : دنهاګ کې د مشر منظورپښين د نيولو پر ضد احتجاجي لاريون وشو

د منظور احمد پښتین د نیولو پر وړانډې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجیه لاریون؛ د دنهاګ ښار

د جنوري په 26 نېټه دپښتون زغورنې غورځنګ ستر مشر منظور احمد پښتین د پاکستان د ظالم پوځ لخوا بې د کوم جرم داثبات څخه نیول شوی دی. د پاکستان ریاست دا ناروا عمل په ټوله نړۍ کې په کلکه وغندل شو.
دمشر د نیولو په تړاو د پښتونخوا څخه د غورځنګ مرکزي کمېټې په نړۍ کې د پښتون په ننګ ولاړ ولس څخه غوښتنه وکړه چې سړکونو ته راووځي او خپل احتجاج د پوځ په وړاندې اعلان کړي. په هالنډ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ديریشم د جنوري د هالنډ په سیاسي پلازمينه دنهاګ ښار کې یو بیړنی لاریون په لاره واچولو چې د هالنډ او د ګاونډیو هېوادونو څخه ګڼ شمېر پښتنو پکې ګډون درلود.
په لاریون کې ویناوالو هر یو ښاغلي وحید نجیب، ښاغلي ادریس خلیل، ډاکتر عبدالله عالم، ښاغلي مالک بازي، اغلې ګلالۍ مومند، ډاکتر عرفان نور (پريکړه ليک)، ښاغلي طارق عالم، ښاغلي ستانه ګل شیرزاد، د انساني حقوقو د مباز ښاغلي زرعلي افریدي یو په بل پسي ویناوې وکړې او د خپلو ویناوو په ترڅ کې يې د پاکستان پوځ ظلمونه د پښتون قام پر وړاندې وغندل او په نړۍ کې د انساني حقوقو سازمانونو اود هالنډ د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د پښتنو دغه د حق غوښتني غږ دې واوري او د پاکستان په ظالم ریاست دې فشار واچوي تر څو د پښتنو په خاوره د ترهګرۍ پر وړاندې د دروغجنې مبارزې په نوم نور پښتانه ونه وژني، د دوي کورونه او کاروبارونه ړنګ نه کړي.
د لاریون په دوهمه برخه کې د پښتونخوا څخه د غورځنګ مبارزو مشرانو ښاغلي نظیف الله اشنغر (دبهرنیو اړیکو مسؤل) او ښاغلي محسن داوړ ګډونوالو ته انلاین ویناوې وکړې او ټولو راغلو پښتنو څخه یې مننه وکړه چې د دوی سره په دغه مبارزه کې کلک ولاړ دي او د محکومو پښتنو غږ د نړۍ د متمدنو هیوادونو ولسونو ته رسوي.


د ګډونوالو په لاسونو کې د منظور احمد پښتین پوسترنه هم لیدل کیدل. دا پوسترونه سمیع جان او ډاکتر عجب ډيزاین او جوړ کړي وه.
په اخر کې ښاغلي احسان کاکړ د هالنډ د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر د احتجاجي لاریونونو او غونډو په ارزښت ټینګار وکړ او راتلونکي یکشنبه(اتوار) په دوهم د فبروري یي دهالنډ پلازمیني امستردام ښار کې د لاریون اعلان وکړ، چې په ترڅ کې به یې د مشر د غوښتنې سره سم د شهید ارمان لوني لومړی تلین هم ولمانځل شي.
دغه لاریون. د ورځې په دونیمو پيل او د مازدیګر تر څلورنیمو یې دوام وکړي.

په درنښت!
پښتون ته ژوندون غواړو!
پي ټي ايم هالنډ