ليکوال: بشرمل ناصر
دننګ په ډګرکې پښتنې خويندې اوږه په اوږه له خپلو وروڼوسره درېدلې دي او تراخره پورې يې درد او چيغه يوه وي د ميوند په جنګ کې ننګيالۍ پښتنه ملاله دننګ ټپه ورته ويله دهغې ټپې له سببه پښتانه په مېړانه سره ددښمن په سنګر مخامخ ورتلو او دښمن ته يې غاښ ماتونکى ځواب ورکړ چې تراوسه پورې تاريخ پرې وياړي ـ
که په ميوندکې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ له دي ساتمه
دپښتانه په خټه غيرت ګډ دى او داويده قام نه پورته کېږې که يواري پورته د يوالي لاسونه يې سره وکړو بيايې دنړۍ يو قوت سره بېلولى نه شي او اوس يې فکرونه جوړشوى دى چې درد او غم يولرو که لردى او که بردى يو زخم او درد يې يو دى چې هرځاى لاريونونه وشو ددې مانا ورکوي چې دخپل قام دحق غوښتنې په مانا پوهېدلي يو اوس موږ ډېر سره نزدې شوى يو ديوڅه فکرې پرېکړې له پاره ګامونه اخيستل پکار دى چې ژوندى ثبوت يې د يوالي دادى چې دکابل په واورينه موسم کې خويندې راوځي په منظم ډول سره سوله ايز لاريون کوي چې دمنظورپښتين په ملاتړ يې کړى دى دايو بدن دى دبدن هره برخه درد وکړي ټول بدن دردونه کوي نن دکابل ولس چې خپه او دردمن دى دهغه خپل بدن په دردونو او زخمونو اخته دى ځکه کابل اوښکې تويوي او درسره ژاړي نن هغه کشمير چرته دى چې پښتانه په ډلو ډلو روان و ـ چې کشمير له هندوانو ګټو او دلته اسلام ته خطر دى او پښتانه يې دقربانۍ وځاى ته ورکول ـ هلته يوچا تسه خبره لاکړې نه ده چې له پښتانه قام سره تېرى کېږي دهغو خپل کشمير جنت دى دپښتانه په وطن سکروټې دي چې جنتي وطن يې ورته دوزخي کړى دى ـ دازموږ دبې اتفاقي له سببه سره شندل شوى يو راځئ دالړئ داسي وساتو چې يو اواز او يوقوت شو اوس دښمن ويري اخيستى دى چې څه ډول داچيغه ووژني له هغه لاره ورکه ده دپښتنو يوالى ددښمن ماتې ده او پښتنې خويندې وروڼوته لا ديوالي ډاډ ورکوي چې کله دوى هم په داسي لاريونونو لاس پورې کړي او لاغونډې وکړې چې زموږ بقا په کې ښکارې ـ موږ پښتنو کله هم دغلامۍ سجده کړې نه ده دميرويس نيکه ، احمدشاه بابا ، غازي محمدجان خان وردګ ، وزير اکبرخان ، ايوب خان ، سيدال خان ناصر ، اپي فقير ، خوشحال بابا د اتلانو اولادونه يو چې پتمنې مېرمنې تېرې شوې دې نازو انا ، زينب ، ملالۍ او داسي نورې ـ راځئ خپل قام ته هغه زوړ تاريخ وګټو.