په کابل کي د سيد جمال الدين افغان مقبره بيا رغول کيږي او د اوسني مساحت څخه نوره هم پراخېږي.
د کابل پوهنتون د مطبوعاتو مسؤولين وايي، چي دغه پروژه د ۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ښار جوړونې وزارت له خوا په یوه کال کي بشپړیږي.
د سيد جمال الدين افغان د اوسنۍ مقبرې انګړ په ۳۰۰ متر مربع ځمکه پروت دی، خو د دې پروژې پر بشپړېدو به دغه انګړ ۱۴ سوه متر مربع پورې پراخ سي.
شعبان رفعت د کابل پوهنتون د مطبوعاتي برخې یو مسول په دې اړه امریکا غږ ته وویل:” د دې لپاره چي سید جمال الدین د افغانستان لوی ویاړ دی، اوسنۍ مقبره د ده شخصیت ته په کتو مناسبه نه وه. حکومت پرېکړه وکړه چي دغه مقبره باید داسې ځای اوسي چي خلک یې لیدو ته راسي او د ځینو خپروونو کوربه توب وکړي. له همدې امله دغه پروژه عملي کیږي او د دولت له بودیجې نه یې مالي ملاتړ کیږي.”
ښاغلي رفعت زیاته کړه چي د یادې پروژې په بشپړېدو سره به ځینې فرهنګي خپرونې هم د سید جمال الدین افغان مقبرې په انګړ کي پرانیستل کیږي.
د ختيځ ستر فيلسوف او اسلامي داعي سيد جمال الدين افغان په ۱۲۱۷ لمريز کال کي په کونړ کي زېږېدلی وو او په ۱۲۷۵ کي د ترکیې په استانبول کي وفات سواو هملته خاورړو ته وسپارل سو خو ۷۶ کاله مخکي د نوموړي جنازه افغانستان ته راوړل سوه او د کابل پوهنتون په انګړ کي خاورو ته وسپارل سو.