کور / تازه خبرونه / امریکا ۱۲۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته لیږي

امریکا ۱۲۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته لیږي

په افغانستان کی د ناټو  امریکایی قوماندان « ډیویډ مک کایرنن » د پنتاګون څخه د ۱۲۰۰۰ الی ۱۵۰۰۰ نورو امریکایی عسکرو غوښتنه کړې وه چی درې غونډونه کیږی . د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن وویل چی دا غوښتنه منظور سوه او د روان کال تر پایه به یو غونډ ورولېږل سی او متباقی دوه به د راتلونکي کال تر دوبي پوری هلته سوق کړی .
په تېر مارچ کی هم ۳۵۰۰ امریکایی پوځیان افغانستان ته لېږل سوي وو . همدا اوس په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو شمیر ۳۴۰۰۰ ته رسیږی چی ۱۵۰۰۰ یی د ناټو په قومانده کی دي او پاتی ۱۹۰۰۰ یی مستقل عملیات کوی .

جنرال مک کایرنن وایی چی موږ د سړک د غاړي ماینونو ډیر په عذاب کړی یو چی تیر کال ۳۰- ۴۰ ٪ هغه زیات سوي او موږ ته له بل هر څه نه زیات تلفات را اړوي. ده زیاته کړه څنګه چی پر موږ اوس تعرضی حملې کیږی او هغه زیاتی سوي دي نو ځکه نورو ۱۲- ۱۵ زرو امریکایی پوځیانو ته اړتیا لرو . دا نوي پوځیان به د پاکستان سره په مهمو ستراتیژیکی سیمو کی مستقر سی .