د سند صوبې ايالتي هايکورټ ( ستري محکمې) د نقيب مسيد د قضيې په هکله عدالت ته امر کړی چي دغه قضيه دي په دريو مياشتو کي بشپړه کړي.
تېره ورځ په کراچي کي هايکورټ امر وکړ چي د نقيب مسيد د قضيې اورېدنه بايد په دريو مياشتو کي بشپړه سي او مالومات يې روښانه سي.
همداراز هايکورټ د هغه پنځو کسانو د ضمانت درخواست رد کړی چي د دريم نمبر عدالت لخوا هايکورټ ته سوی وو. دغه پنځه کسانو په ۲۰۱۸ کال کي نقيب مسيد اغوا کړی وو او وروسته يې د کراچي د پوليسو يو مشر راو انور ته سپارلی وو، چي وروسته هغه په ډزو ووژی.
د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد د کال ۲۰۱۸م په ۱۳م جنورۍ په کراچۍ کې د پوليس په جعلي مقابله کي ووژل سو.
په دغه قضيه کي ۲۵ کسان ښکېل دي او ددوی پرضد اوس په عدالت کي مقدمه روانه ده، خو د قضيې اصلي عامل راو انور د پاکستاني رياست لخوا خوشي سوی دی.