کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډن کښي دافغانانو دعلمي اوفرهنګي مرکز پيغام

په سويډن کښي دافغانانو دعلمي اوفرهنګي مرکز پيغام

دمغذ اوقلم دهستونکي لوي څښتن  په نامه 


د افغان ادبي ټولني اوخښي کلتوري ټولني مشر تابه جرګي غړو،اوددي پرتمينی غونډي برخه والو!


په زياته خوښۍ مو خبر تر لاسه کړ چي ستاسو دفرهنګی ټولنوپه زيار او ابتکار دروان لمريز ۱۳۸۷کال دسنبلي په لومړۍ نېټه دپښتو ژبي او ادب دځلانده ستوري دافغانستان ادبي اوسياسی څېري اولوړ شخصيت مرحوم  قيا الدين خادم د۲۹ تلين په مناسبت  مو ديوي درني اوشاندار غونډي دجوړېدو بند وبست کړی .


دپښتو ژبي دوتلي ليکوال ،شاعر ،اديب اوسياستوال خادم صاحب دتلين غونډي درنو برخه والو!


اجازه راکړئ چي ددي پيغام  په مټ تاسو اوستاسو له لاري د کوزي پښتونخواد فرهنګ او ادب د پالندویانود دغه هاند مخکښانو په ځانګړي توګه دافغان ادبي ټولني اوخښي کلتوري ټولني مشر تابه جرګي غړو اوپدي پر تمينه غونډه کي راټول شوو درنواو دقدر وړ فرهنګيانو او فرهنګپالو ته د ځان او دلته په سويډن کي د افغانانو دعلمی اوفرهنګی ټولني دمشرتابه جرګي ،ټولوغړو اودپرديسو افغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم  .


زموږ دټولني مشر تابه جرګه او ټول غړي ستاسو پدغه فرهنګي لويه تلين غونډکي ځانونه شريک بولي او ستاسو دټولنو مشرتابه اوفرد فرد غړي ته  ددي درني غونډي دجوړېدو له امله په وطني او افغاني مينه دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه ددي غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنګی برياوغوښتنه کوي .  


د دي ټکي په پام کي نیولو سره چي د هر علمي او فرهنګي شخصیت د کار او ژوند د ټولو اړخونو راسپړل اوڅېړل یوڅه ستونزمن کاردي ،خو سرته رسول ئي پراخ کاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري . موږ په دي باور لرو چي پدي درنه روانه  علمي غونډه کي به ستاسو د استاد خادم صاحب د کار او ژوند یو شمېر نوي اړخونه روښانه اوراوسپړۍ . ځکه ارواښاد خادم صاحب د یوبشپړ علمي اوفرهنګی مکتب په څير د خپل ژوند په ټوله موده کي د پښتو ادب ، د لوړتیا او روښانتیا اودغه راز  د ملي سیاست په پلي کولو کي  ډېرزيار ايستۍ اوپر ليکنوئي ډېري خولي تویي کړي دي .د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض نه ځانونه اوځوان نسل برخمن کول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانو اوفرهنګی ټولنوملي او انساني وجیبه ده. ځکه نو له ګران افغانستان نه  بهر په کوزه پښتونخواکي پدغو بګنونکو شرايطو کي دغه شان یوه علمي او هېوادپالونکي هڅه دډير زيات ستایني اوقدر وړکار بلل کېداي شي .


درنو دوستانو اغلواو ښاغلو!


ارواښاد خادم صاحب دقلم دچلولو تر څنګ يو مبارز او وتلي څېره وه. د ژوند په اوږدوكي يي د افغانانو دروا حقوقو په خاطر مبارزه كړي او په دغه لاره كي يي د زندان له ترخو څخه نيولي بيا دمرګ  تر ګواښونو پوري ډېر كړاوونه او زحمتونه زغملي دي .


دپښتو ژبي لوي آدب   پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال استادقيام الدين خادم له نن څخه ۲۹ کاله پخوا له دي نړۍ څخه دابد لپاره سترګي پټي کړي اوپدغو سترګو پټولو سره دافغاني آدبي نړۍ  يوه لويه برخه ټپه تاريه شول .


ددغه فرهنګي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنګي او آدبی نړۍ وغوړيده، متاسفانه دډير وخت لپاره به زموږ غمځپلی هيواد دداسي علمي اوفرهنګی څېرو او شخصيتونوڅخه محروم پاته وي .


پياوړي  استاد خادم صاحب  دخپل عمر د ۷۲ کلونو څخه ۵۴  کاله دګران هيواداو دهيواد ځوان نسل ته وقف کړه .هغه علاقه لرل اوددي لپار ئي تلاښ کاوه  چي ځوان نسل پداسی روحيه روزل شي چي دهر څه نه لمړۍ بايد يو افغان  تل پاتۍ افغان وي ،بيا ويښ ځلمۍ او دنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نه وي ،په علم او پوهه کی  دچاغلام نسی، که ئی دجګړي په ډګرکی بريا ګټلي وي  نو په سياست کی ئي بايلل ورته پيغوروي، که پښتو


اويا دري ژبۍ وي دفارس نوکر نشی،که افغان دۍ په آدب،کلتور،فرهنګ،ټولنيزو اړيکو،له وطن سره مينه ولري او انسان ته په درناوی اوغيرت کي تر هيچاپاته رانشي،بشري عاطفه ، انسان دوستی ا ونوع پرستي هيره نکړي ،اويوه مور بايد ماشوم دوطن او انسان سره دميني په روحيه وروزی .


دګران ا ستادخادم صاحب ملي اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمګړو يادونوکی نشي منعکس کيداي دهغه ژوند ليک لويو تبصيرو اودکتابونو په کچه ليکنو اوڅېړنوته اړتيا لري .


ستر استاد دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصور هم  نه نشوکولاي  .  خادم صاحب تر  «۵۰ »  نه زيات علمی ،آدبي  اوفرهنګي اثار زموږ دجګړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ديوي علمي اوفرهنګی پانګي په توګه پرېښودل .


هغه نسل ته چه خادم صاحب آن دځوانۍپه مستو شيبوکی دهغوي دا نساني او روا حقوقو  څخه دملاتړاو دفاع  په منظور هر څه پر ځان ګا للي وه، او هميشه یی پر دي ټينګارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلونکي جوړوي، دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره دميرويس نيکه اولوي احمدشاه باباغوندی دافغان ولس دسترو چوپړونوجوګه شي  .


دګران استادخادم صاحب  په اند نه بايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه ګانو ځيره خوراو خيرات خور وي،  يادبهرنيو لورېينو ته منتظراوسترګی پلار اوسي .


خادم صاحب يو له هغو علمي اوفرهنګی شخصيتونو څخه  و چي دقومي بي اتفاقیو،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلافاتو،ملي غرور تر پښولاندی کوني او افغان اولس دهرپردي ،کس او نا کس تر واک لاندي راوستلوسر ه ئي سخت  مخالفت کا وه.


آغلو اوښاغلو!


هيله مو داده چي پدغه علمي او درنه غونډه کي  دښاغلي خادم صاحب دفرهنګي او آدبي چوپړ  پر ارزوني  اوددي لوي اديب او شاعر پردرناوۍ سر بېره  دهغو له چاپه پاته اثارو په هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوندګټورګامونه اوچت کړۍ  . دابه دپښتنو لپاره دلوي افتخارځاي وي چي د خادم صاحب ناچاپه  اثاردچاپ بخت ومومي .  


ستاسوددي درني تلين غونډي له تريبون  څخه په استفادي سره وړانديز کوو چي :


۱/  دکابل په ښارکی يوله علمی يا فرهنګي مرکزونو څخه  داستاد قيام الدين خادم  په نامه ونومول شي .


۲/  دافغانستان داړونده چارواکونه غوښتنه کوو چي دپښو ژبي ددي ستر عالم اولوړ شخصيت ټول ناچاپه لېکني راټولي اوچاپ کړي ،تر څوله يوي خوائي د ورکېدو مخه ونيول شي اوله بلي خوادهيواد ځوان نسل   اوعلمي څېړونکی هغوي ته لاس رسۍ پيدا کړي .


موږ يو ځل بيا تاسو ددي درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنګي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . اودپښتو ژبي دغه ستر اديب ، شاعر،ژونالست ،ليکوال او غيرتي سياست وال پاکي  روح ته ددعالاس پورته کوو.   ومن الله التوفيق


دافغانانو دعلمی اوفرهنګی مرکز دمشرتابه جرګي په استازيتوب