تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ ټیم د ختیځ هالنډ اوسیدونکو لپاره ارزښتناکه غونډه جوړه کړه.
په دغه غونډه کي چي د شهید نقیب مسید د دوهم تلین ياد پکي وسو، تر څنګ يې د تنظيم پر فعاليتونو هم خبري وسوې.
د پي ټي ايم د هالنډ د څانګي مشر عبدالله احسان وايي، چي د غونډي موخه داوه ترڅو د هیواد د مرکزي سیمو ترڅنګ په لیري پرتو سیمو کي مېشت پښتانه هم له پي ټي ایم څخه خبر سي او ددغه غورځنګ ملاتړ ته وهڅول سي.
ښاغلي احسان وويل: “بل هدف دادی چي له وطنه لیري کډوالو کښي علمي، مسلکي او ځوان استعدادونه وموندل سي، په نښه سي او د غورځنګ او خپل ولس د پرمختګ او سوکالۍ دپاره ترې کار واخیستل سي”.
په ياده غونډه کي بېلابېلي ويناوي واورول سوې او د پي ټي ايم د وروستيو پرمختګونو په هکله بحثونه وسول.
د پښتون ژغورني غورځنګ دا مهال په ګڼو اروپايي هيوادونو کي مرکزي دفترونه لري.