نن د کندهار – زابل پر لويه لار ماين چاودني د برېښنا شرکت ۵ کارکونکي شهيدان کړي دي.
چاودنه نن غرمه مهال د زابل ولايت په ښار صفا ولسوالۍ کي د اخوند صاب د زيارت سره د برېښنا شرکت پر موټر سوې ده.
په دغه موټر کي سپاره ۵ د برېښنا انجينران شهيدان سوي او يو بل تن ژوبل دی.
د برېښنا شرکت تخنيکي ټيم له غزني څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د لين کشولو د تخنيکي کار لپاره تللي وه.