په مردان ضلع کي د پښتون ژغورني غورځنګ ځايي مشر حسن ناصر جېل ته لېږدول سوی دی. او د نوموړي وکيل وايي، چي د هغه د خوشي کولو لپاره هلي ځلي کوي.
تېره ورځ عدالت ښاغلی ناصر د تحقيقاتو لپاره جېل ته ولېږدول سو، ترڅو د پي ټي ايم د فعاليت څخه يې مخه راوګرځوي.
د ښاغلی ناصر پلار اعجاز خان وايي، دا دريم ځل دی چي هغه د پي ټي ايم د ملاتړ په تور نيول کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د حسن ناصر نيول غندلي دي او د هغه ژر تر ژره د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.
حسن ناصر په داسې حال کې نيول سوی چي د جنوري پر ۱۲ نېټه په بنو کي د پي ټي ايم لخوايوه غونډه جوړېدونکې ده.
د پي ټي اېم يو مشر نديم عسکر وايي، چي په مردان، چارسده، صوابۍ او بونېر کي پوليس د دوی د ملګرو په کورونو چاپې وهي.
پاکستانی رياست هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ پر وړاندي خنډونه جوړ کړي او د پښتنو لپاره د اواز اوچتولو څخه يې راوګرځوي.