
د بهرنيو چارو وزارت وایي، چي په ايران کي د رالوېدلې الوتکي په قربانيانو کي لس افغانان هم شامل دي.
دغه الوتکه د تهران دامام خميني هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته راولېدل او پکي سپاره ۱۸۰ کسان ووژل سول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په ايران کي افغان سفارت ته لارښوونه سوې، چي د افغان قربانيانو د انتقال لپاره لاس په کار سي.
نن سهار د ايران په پلازمېنه تهران کي يو ه اوکرانۍ بوينګ ۷۳۷ ماډل الوتکه له پرواز څخه وروسته رالوېدلې او پکي ګڼ مسافر وژل سوي دي.
دغه الوتکه د تهران د امام خميني له هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته لوېدلې ده.
په الوتکه کي ۱۰۸ مسافر سپاره وه، چي د اکراين پلازمېني کيف ته روانه وه.
د ايران د سرې مياشتي ټولنه وايي، چي کېدای سي په الوتکه کي هيڅ يو مسافر ژوندی نه وي پاتي، خو ددوی مرستدويه ډله سيمي ته رسېدلې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه