د پښتون ژغورني غورځنګ غواړي چي د جنورۍ پر ۱۲ نېټه په بنو کي يوه ستره جلسه جوړه کړي.
د پي ټي ايم مشران وايي، چي له غونډي څخه يې هدف دادی چي په پښتني سيمو کي د طالبيزم مخه ونيسي او خپلي مخکنۍ غوښتني به هم پکي تکرار کړي.
په بنو کي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی صمد خان وايي، په جلسه کي به یو ځل بیا خپلې غوښتنې تکراروي چي په هغوی کي مهمه غوښتنه عدالتونو ته د بې درکه خلکو وړاندې کول دي:
“کورونه- مارکيټونه مو وران سول، زلمي مو مړه سول، تورسرې مو بې عزته سوې، پخپل وطن کي درپدره سو هجرتونه یې راباندې وکړل خو اوس دوی بیا دا کوښښ کوي چي د پښتنو علاقو ته طالبانایزېشن بیا راولي، زموږ د دې جلسې غټ مقصد د طالبانایزېشن د بیا راتګ مخنیوی کول دي”.
په دې وروستيو کي په شمالي او جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني استخباراتو لخوا د طالبانو په نوم فعاليتونه پيل سوي دي، چي خلګ يې اندېښمن کړي دي.