
د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره اونۍ قطر ته رسېدلی او هلته یې د طالب مشر ملابرادر سره ليدلي دی.
تېره مياشت د امريکايي استازو او طالبانو ترمنځ د يوې هفتې خبرو اترو وروسته دا لړۍ وځنډېدل. او لامل يې داور بند رامنځ ته کېدل وښودل سول.
خليلزاد هغه مهال ويلي وو، چي موږ به د لنډي مودې وقفه واخلو ترڅو طالبان د اوربند په هکله د خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.
په دې وروستيو کي ځيني خبرونه خپاره سول، چي طالبانو اوربند ته غاړه ايښې ده، خو وروسته طالبانو دا خبره رد کړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه