
د باسکټبال د پیل سوي ټورنمنټ پایلوبه د شنبې په ورځ په سردار جمال ناصر طرزی ورزشي جمنازیم کي ترسره سو.
د لوبي تر پیل مخکي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پرمهال خوښي څرګنده کړه، چي ځوانان ورځ تر بلي د ورزش په برخه کي د ځانه وړتيا ښئي او دا مهال د ښو لاسته راوړنو څخه برخمن دي.
ښاغلي منيب ځوانانو ته وویل، چي د بې ځايه ناستو پر ځای ورزش ته مخه کړي، ترڅو د سالم صحت څخه برخمن وي او وتوانیږي، ددې لاري د ځان او ټولني پرمختګ ته زمینه مساعده کړي.

دغه راز د ولايت مقام مرستيال ټولو ورزش کارانو ته د ورزش په برخه کي د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
وروسته د اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو امر هم په خپلو خبرو کي وویل، چي ياد ټورنمنټ د ولایتي ادارې په هڅو د باسکیټ بال فدراسیون او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکاري د ۱۲ ټيمونو ترمینځ په لاره اچول سوي وو، چي ۸ ورځي يې دوام وکړ او پایلوبه یې ۱۷ کلنو ځوانانو ټيم وګټل.
د پروګرام په وروستيو کي د ورزش کارانو له لوري یو لړ سپورټي نمایشونه هم ترسره سول او ګټونکي ټیم او یو شمیر مسؤلینو ته ترتیب سوي ډالۍ هم ورکول سوې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه