
د کندهار ملي امنيت وايي، چي د ځانګړو عملياتو پر مهال يې ۱۰ کسيزه وسلواله ډله نېولې چي په دغه ولايت کي یې ورانکاري فعاليتونه کول.
د کندهار ملي امنيت رياست وايي، دمعلوماتو له مخي نیول سوي ۱۰ کسیزي شبکې د ورانکاره فعالیتونو نظامي زده کړي په چمن ښار کي تر سره کړي او ورسته تر نظامي تعلیماتو کندهار ته راغلي.
د ملي امنیت ریاست وایي، چي نیول سوو کسانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر اکمالاتي موټرونو او امنیتي پوستو باندي ډليیز بریدونه هم تر سره کړي دي.
خو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه