چاراکي وايي، چي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ تعمیر له منځه وړي او وروسته یې د عملیاتو پر ترڅ کي پنځه تنه وسله وال طالبان وژلي، درې تنه زخمیان او دوه تنه یې ژوندی نیولي دي.
د چارواکو په خبره ، په دغه عملیاتو کي د وسله والو طالبانو سپکي او درنې وسلې، مهمات، چاودیدونکي توکي او مهم اسنادونه هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي او په سیمه کي يې له منځه وړي دي.
خو طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.