ليکنه: عبدالحلیم حلمیار
ملت سولي ته لېواله دی، ولسي وګړي ټول د ښکېلو ډلو تر منځ خبري اتري غواړي او له جګړې څخه ستړي دي. د جنګ طرفين هم نعرې وهي، چي جنګ د مسايلو د حل لار نه ده او د افغانستان ستونزه او يا اوسنی بحران د جګړې له لاري حل نه لري. خو پوښتنه داده چي د جګړې د ښکېلو آړخونو ترمنځ سولي ته د رسېدو د يوه توافق څومره امکان موجود دی؟ يا په بل اوريانټ د جنګ ښکېل آړخونه په اوس وخت کي سولي ته څومره چمتووالی لري؟ افغان حکومت په کوم قيمت سوله غواړي او طالبان په کومو شرايطو حاضر دي!؟ ملت ته د سولي شين څراغ ورکول کېږي، خو په آصل کي د پردې تر شا تر کاسې لاندي نيم کاسه وجود لري او ولسي وګړي بايد په حقايقو خبر او پوه سي.
لومړی په لنډو ټکو کي! سولي ته ددواړو لورو پر ميلان او واټن تبصره کوم. طالبان تراوسه د افغانستان د دولت سره د افغانستان د نظام په آستازيتوب مخامخ خبري نه مني. افغان ولسمشر د بيا سولي لپاره شرايط لري.
دلته جالبه داده، چي يوه خوا مخامخ خبري نه مني او بله خوا د زياتو شرايطو استدعا کوي. طالبان تراوسه پر خپلو زړو حريفانو حساب کوي او غواړي د زړو جهادي تنظيمونو د رهبرانو او يا هم نورو آزادو سياسيونو سره خبري وکړي، خو ولسمشر بيا هڅه کوي، چي پخواني جهادي آحزاب څنډي ته کړي او د هغوی د سولي نقش کمرنګه کړي.
طالبان غواړي نظام په ځان کي منحل کړي او نظام بيا غواړي طالبان په ځان کي منحل کړي. امريکايان بيا هڅه کوي، چي طالبان فقط د ګلبدين حکمتيار په څېر د يوې جنګي ډلي پرځای په يوه سياسي ډله او يا غير مسلح سياسي جريان مبدل کړي.
امريکايان د منځنۍ آسيا باالخصوص افغانستان څخه د وتلو پلان نه لري. که د يوې خوا د سولي خبري رواني دي او د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو راپورونه ورکول کېږي.
د بلي خوا په افغانستان کي د نړيوالو قوتونو آډې ورځ تربلي پراخيږي او د يوې بلي جګړې د نيولو تابيا ليدل کېږي. پورتني دلايل طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي احتمالات ننګوي او سختوي.
نه دولت سولي ته لکه څرنګه چي وای چمتوالي لري، نه هم طالبان پر سوله په هغه اندازه چي په رسنيو کي اورېدل کېږي، باور او عقيده لري. د سولي سر په درياب کي دی. خارجيانو ، حکومت او طالبانو فقط د سولي په نامه يو ډرامه روانه کړې ده. ولس ته وايي، په جګړه کي برلاسي او وحشي مرګ ژوبله د سولي د خبرو-آترو پرمهال د زيات امتياز اخيستلو په معنا ده.
دې ټولو موانعو ته په کتو اوس سوله ناشونې ښکاري. مخکي د وسله والو طالبانو آدرس نه و معلوم، اوس چي د هغوی ادرس معلوم سو، اوس بيا د جهتينو څخه د سولي مقنع نسخه ورکه ده، نه پيدا کيږي.
د جنګ ښکېل آړخونه په خوله د سولي نعرې وهي، خو په عمل کي جګړې ته زور ورکوي. د جګړې آبزار ولسي وګړي دي، چي دواړي خواوي يې د سون د موادو په توګه کاروي.