
ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې وسله والو طالبانو د یوه کلیدي غړي د وژل کېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې پاکستانی دی.
دفاع وزارت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه پاکستاني کلیدی غړی فضل الدین نومېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې فضل الدین د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له یوه بل ملګري سره وژل شوی دی.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی او څلور وسله وال یې وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه