
د هند په پلازمېنه نوي ډيلي او نورو ښارونو کي د هغه قانون پرضد پراخي مظاهرې پيل سوي چي له مخي يې له افغانستان، پاکستان او بنګلدېش څخه ورغلو کسانو کي يواځي غير مسلمانانو ته د هند تابعيت ورکول کېږي.
دغه قانون تېره اونۍ د هند په پارلمان کي منظور او وروسته د لومړي وزير نرېندرا مودي لخوا توشيح سو.
مظاهره کونکي وايي، چي دا په ښکاره د مسلمانانو سره تبعيضي چلند دی او دوی به يې پر ضد لاريونونه کوي.

په دغه مظاهرو کي غير مسلمانانو هم ګډون کړی دی او د تبعيض پرضد يې شعارونه ورکول.
په هند کي ۲۰۰ مليونه مسلمانان اوسېږي، چي ګڼ کسان پکي له افغانستان، بنګلدېش او پاکستان څخه ورغلي مهاجر دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه