کور / شعر / غزل

غزل

اوس پدي بڼ كې د ښكلا پسرلي كله شته دي
زمونږ ميړانه زمونږ خپله ځواني كله شته دي
هغه كورونه شول ويجاړ هجري ويجاړي شولي
اوس پدي لارو او كوڅوكې مستي كله شته دي
هغه په سيل چي به ورتلي په سيل به بيرته راتلي
زمونږ ګودر كې اوس دجونو منګې كله شته دي
هغه چي شور به يي تركلي كلي ورسيدو
زمونږ دپيغلو په لاسو كې بنګړي كله شته دي
كوم رقيبان چې تښتيدلي وو نن بيا راغلي 
زمونږ په كور كې د ګټلو سړي كله شته دي
 مونږ د غمونو اموخته يو تل غمونه به خورو
 زمونږ وطن كې د غنمو پټي كله شته دي
احساسه مه كوه لټون ورپسې ستړې به شې
دښكلو چم كې دوفاليوني كله شته دى